د قرارداد د ورکړی خبرتیا

media_admin
اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد

د ټولګټو وزارت په نظر کې لري ترڅو د ميدان ښار نه تر دراني بازار پورې د (900+16) کیلومتر  په اوږدوالي سره ترافيکي علايمو او اشاراتو نصب، خط‌اندازي او د ګاردرېلونو نصب پروژه له (000+0 -900+16) کيلو متر نه چې (MOPW/1403/W-018/NCB) تشخيصيه نمبر لري د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل سره سم د آسيا بيگ ودانيز شرکت ته چې (D-64344) جواز نمبر درلوودونکی دی او د دايکندي ولايت په مرکز(نيلي) کې د ولايت د مقام ترڅنګ واقع شوی دی د ۱۹۹۷۸۰۰۰ افغانيو په ارزښت ورکړي. 
حقيقي او حکمي اشخاص چې هر ډول اعتراض ولري کولۍ شي چې د تدارکاتو د قانون د ۵۰ ماده سره سم د خپلو دلائلو سره په ليکلي ډول د دغه خبرتيا د خپرېدلو نه تر ۷ تقويمي ورځو پورې د ټولګټو وزارت ته چې په ملالۍ واټ کې د پخوانۍ کورنيو چارو وزارت سړک کې د احسايې او معلوماتو ملي ادارې ترڅېرمه واقع شوی دی وسپاري. 
ياده خبرتيا د قرارداد د عقد په معنی نده د قانوني پروسې تر پوره کېدلو او د ياد معياد تر بشپړېدلو پورې قرارداد نه منعقد کېږي.

...

۱ کال 6 میاشتې ago

...

...

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۱۰:۴۵
Background image

د قرارداد د ورکړې د تصميم خبرتيا-د پکتیکا ولایت د خیرکوټ – جاني خیلو په لاره کې د ترافیکي اشارو د نصبولو، خط اچونې او د ګارد‌رېلونو د نصبولو د پروژې د قرارداد خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د (۲) فقرې د (۴۳) مادې له مخې، ټولګټو وزارت په پام کې لري،  چې د پکتیکا ولایت د خیرکوټ – جاني خیلو په لاره کې د ترافیکي اشارو د نصبولو، خط اچونې او د ګارد‌رېلونو د . . .

شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۶:۸
Background image

د ټولپلازاوو په هکله د ټولګټو وزارت خبرتیا!

ټول هيوادوال په جريان کې دي، چې د ا.ا.ا د مشرتابه عاليقدر امیرالمؤمنین محترم شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله آخندزاده (حفظه الله) د (206) او (1930) ګڼو حکمونو پر بنسټ د کابل –غزني، . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۳:۴۰
Background image

د سالنګونو لویې لارې په هکله د ټولګټو وزارت خبرتیا!

لکه څرنګه، چې د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیا رغونې کار په بیلا بیلو برخو کې جریان لري او هوا هم سړه شوې ده، په همدې اساس ټولګټو وزارت له ټولو درنو هېواد والو او موټر چلونکو څخه په ډېر . . .

Back to announcements