د کابل – جلالآباد لویه لار د تنګي ابریشم په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده
د کابل – جلالآباد لویه لار، د وروستیو پرله پسې اورښتونو او غر ښویېدنې له امله د تنګي ابریشم په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده، د ټولګټو وزارت عملیاتي ټیمونه په سیمه کې د یادې لویې لارې د پرانیستلو او پاک کارۍ په موخه شتون لري او هڅه کوي، چې یاده لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیزي.
ټولګټو وزارت له درنو هېوادوالو او موټرچلوونکو څخه هیله کوي، چې د یاد وزارت تر بلې خبرتیا پورې دې له یاد مسیر څخه تګ راتګ نه کوي.
