د قرارداد د ورکړې د تصميم خبرتيا!

media_admin
د قرارداد د ورکړې د تصميم خبرتيا!

ټولګټو وزارت په پام کې لري، چې د (ګرديز-لوګر / ګرديز-خوست عمومي لويې لارې د ګاردريلونو نصبولو) پروژې قرارداد، چې د (MOPW/1403/W-038/NCB) تشخیصيه نمبر لرونکی دی؛ د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم خيبر رويال ساختماني او سړک جوړونې شرکت ته چې د (92108) جواز نمبر لرونکی دی او د مرکز کابل د ۸مې ناحيې اړوند د کارته نو په دريم سړک کې موقعیت لري؛ په ټولیزه توګه د (5,169,750) افغانيو په مبلغ په قرارداد ورکړي.
هغه حقيقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض ولري؛ کولی شي خپل اعتراضونه د تدارکاتو قانون د ۵۰ مادې سره سم په ليکلي ډول د دې اعلان د خپریدو له نیټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې په ملالۍ واټ کې د کورنیو چارو د پخواني وزارت د ملي احصايې او معلوماتو ادارې ته څېرمه موقعیت لري، وړاندې کړي.
دا خبرتيا د تړون د پای ته رسیدو معنی نه لري، پرته له دې چې پورته ذکر شوې نیټه بشپړه شي او راتلونکي قانوني پروسې به قرارداد پای ته ونه رسوي.

...

11 میاشتې ago

...

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۴۳
Background image

د هېواد دلویو لارو او سړکنو د نن ورځې وضعیت

نن ورځ د هېواد په ډېری ولایتونو کې آسمان شین دی او د هېواد ګڼ شمېر لویې لارې او سړکونه د ترافیکو پرمخ پرانیستي دي. د سالنګونو لویې لارې په ګډون د هېواد په ټولو لویو لارو کې د وسایطو تګ . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۳۱
Background image

د هېواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت

د وروستیو ورښتونو، سېلابونو، طوفان او غر ښویېدنې له امله په ځینو ولایتونو کې یو شمېر مسیرونه موقتاً د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.

د سالنګونو لویه لار، د کابل – جلال آباد لویه لار، د . . .

Back to announcements