د قرارداد د ورکړې د تصميم خبرتيا؛د حيرتان سټيشن اړوند د (وسايطو د پارکينګ جوړولو، د نښلونکو سړکونو، احاطوي ديوال او يوه پايه ټرانسفرمر نصبولو) قرارداد!

kalim_admin
د قرارداد د ورکړې د تصميم خبرتيا؛د حيرتان سټيشن اړوند د (وسايطو د پارکينګ جوړولو، د نښلونکو سړکونو، احاطوي ديوال او يوه پايه ټرانسفرمر نصبولو) قرارداد!

د تدارکاتو قانون د (۲) فقرې د (۴۳) مادې له مخې، ټولګټو وزارت په پام کې لري، چې د حيرتان سټيشن اړوند د (وسايطو د پارکينګ جوړولو، د نښلونکو سړکونو، احاطوي ديوال او يوه پايه ټرانسفرمر نصبولو) قرارداد، چې (MOPW/1403/W-025/NCB) تشخصيه نمبر لرونکی دی؛ الماس خراسان ساختماني، سړکسازي او د لوژستيکي خدمتونو شرکت ته د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم، چې د (79249) جواز نمبر لرونکی دی او د کندز په مرکز د مدرسې په کوڅه کې موقعيت لري؛ په ټولیزه توګه د (6449540.5) افغانيو په مبلغ په قرارداد ورکړي.

هغه حقيقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض ولري؛ کولی شي خپل اعتراضونه د تدارکاتو قانون د ۵۰ مادې سره سم په ليکلي ډول د دې اعلان د خپریدو له نیټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې په ملالۍ واټ کې د کورنیو چارو د پخواني وزارت د ملي احصايې او معلوماتو ادارې ته څېرمه موقعیت لري، وړاندې کړي.

دا خبرتيا د تړون د پای ته رسیدو معنی نه لري، پرته له دې چې پورته ذکر شوې نیټه بشپړه شي او راتلونکي قانوني پروسې به قرارداد پای ته ونه رسوي.

...

7 میاشتې ۱ اونی ago

...

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د هېواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

د بارانونو ورېدو، د سېلابونو راوتلو او د غر ښویېدنې له امله، د کابل جلال‌آباد لویه لاره د تنګي غارو په سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړلې ده. د ټولګټو وزارت عملیاتي ټیمونو له پرون راهیسې د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۰
Background image

د هېواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

د تېرو څو ورځو بارانونو، سېلابونو او غر ښویېدنې له امله، د هېواد په ځینو ولایتونو کې یو شمېر لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.

په غور ولایت کې د غور– کابل مسیر د بادگاه او دولتیار په . . .

Back to announcements