د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د دایکندي ولایت د اشترلي ولسوالۍ پر مسیر د دوآب په سیمه کې د آهنګر سیند پر سر د نوي پل د جوړولو پروژه
Publish Date
Closing Date
په همدې توګه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو اصولو له مخې په نظر کې لري؛ ترڅود دایکندي ولایت د اشترلي ولسوالۍ پر مسیر د دوآب په سیمه کې د آهنګر سیند پر سر د نوي پل د جوړولو پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/W-015/NCB) تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو د اصولو له مخې د نوین ګستر ساختماني او سړک جوړونې شرکت ته چې د جواز شمېره یې (D-61108) ده او دفتر یې د بامیان ولایت لومړۍ ناحیې اړوند د زرګرانو سیمه کې موقعیت لري په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول له اړوندو دلایلو سره یوځای، د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ، د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
