د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د پکتیا ولایت د غلګي په سیمه کې د تلې د بشپړ کمپلکس جوړولو او رغولو پروژه
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د پکتیا ولایت د غلګي په سیمه کې د تلې د بشپړ کمپلکس جوړولو او رغولو د پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/W-051/NCB تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو د اصولو له مخې د جلات ظاهري ساختماني او سړک جوړونې شرکت ته، چې د جواز شمېره یې (108311 ) ده، څلورمه ناحیه، هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې موقعیت لري، د قراردادونو د قانون له مخې چې قیمت یې ( 5,498,099.64) افغانۍ دي په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
