د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د 1405 کال لپاره د غور ولایت 624 کیلومتره او31 مسیرونو په ګډون د ژمنیو واورو پاکولو د پروژې قرارداد د اجارې بعیې له لارې
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د 1405 کال لپاره د غور ولایت 624 کیلومتره او31 مسیرونو په ګډون د ژمنیو واورو پاکولو د پروژې قرارداد د اجارې بعیې له لارې ، چې د (MOPW/1405/NC-65/NCB) تشخصیه نمبر لرونکی دی، د برادران دولت یار ساختماني او سړک جوړونې شرکت ته، چې داوطلبۍ شمېره یې D-22850)) ده، او د شرکت پته یې : د غور ولایت چغچران ښار د تایمني سړک د فامیلو لویديځ طرف ته موقعیت لري، د قراردادونو د قانون له مخې چې قیمت یې ( 16,297,700 ) افغانۍ دي په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
