د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د کابل-ګردېز عمومي سړک د داغ لرونکو ځایونو د ترمیمولود پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د ټولګټو وزرات په شرایطو برابرو ټولو دواطلبانو ته بلنه ورکوي ؛ ترڅو د کابل-ګردېز عمومي سړک د داغ لرونکو ځایونو د ترمیمولو پروژې د داوطلبۍ پروسه کې گډون وکړي او د يادې پروژې د شرطياني، د احجام بل او تخنيکي اسناد و سافټ د دې وزارت د تدارکات ریاست د ودانيزو او مشورتي خدمتونو آمریت څخه ترلاسه او خپل آفرونه د شرطياني تدارکات قانون او کړنلارې د مندرجو شرايطو مطابق پــه تړلي او بند ډول د خپرېدو له نېټې څخه تر (10:00) مخكې له غرمي ظهر1404/5/29هـ.ش د ټولگټو وزارت د تدارکات ریاست ته چې د سرشمېرنې ملي ادارې ترڅنگ د پخوانی داخلی وزارت سرک، ملالی واټ کې واقع دی وړاندې کړي، د يادونې وړ ده انترنيتي او ناوخته رسېدونکي آفرونه د منلو وړ ندي.
د آفر تضمین د بانک گرنتی په ډول (400،000) افغانی دی او د آفر پرانیستې غونډه به 1404/5/29هـ.ش به (10:00 بجي مخكي تر غرمې د دې وزارت د تعمیر دریم منزل د غونډو په تالار کې دايريږي.