د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د سړک رغنیزې چارې ۴۷ سلنه پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۱۱:۲۶
د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د سړک رغنیزې چارې ۴۷ سلنه پرمختګ لري

دا سړک چې ۱۱ کیلومتره اوږدوالی لري، د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ اړوند له ابل دوکان څخه تر سېمنټو پروژې پورې غځیږي

د یادې پروژې رغنیز تړون د ټولګټو وزارت له لوري له یو خصوصي ودانیز شرکت سره شوې او تردې مهاله یې رغنیز بهیر ۴۷ سلنه پرمختګ لري.

د دې پروژې په بشپړتیا سره به ګڼ کلي لکه، آخندان، ګل بافها، ده تپه، چهار کفترخان، وکیل، جمالزی او کلاته سره ونښلي، چې ورسره سم به د اړوندو سیمو د وګړو ترانسپورتي ستونزې هم هوارې او د پخوا په پرتله به د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د یادولو وړ ده چې د دې پروژې له بشپړیدو سره به ۹۲۵۰ تنه په مستقیم او شاوخوا ۳۰۰۰۰ کسان ترې په غیر مستقیم ډول ګټه واخلي.

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۲ - ۱۵:۱۴
Background image

ټولګټو وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې خپل کلنی راپو وړاندې کړ

ټولګټو وزارت د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام په لړ کې، نن ورځ دوشنبه د یاد وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور د دغه وزارت د مسؤولینو له لوري د حکومت د طلاعاتو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۲۰ - ۱۱:۳۶
Background image

د حيرتان اړوند نايب آباد سټيشن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د حيرتان-مزارشريف د اوسپنيزې کرښې اړوند نايب آباد سټيشن (څلورم-پورټ) د افغانستان اسلامي امارت د لوړپوړو اقتصادي چارواکو او ازبيکستان هيواد د ريل پټلۍ چارواکو په شتون کې په بشپړ ډول فعال. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۸:۵۳
Background image

د ټولګټو وزارت سرپرست وزير د کابل-کندهار لويې لارې له کاري بهير څخه ليدنه وکړه

د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني کندهار ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کابل - کندهار لويې لارې د بېلا بېلو برخو له کاري بهير څخه ليدنه وکړه. 
دغه راز د ټولګټو. . .

BACK TO NEWS