د هېواد د لویو لارو او سړکونو وضعیت

kalim_admin
د هېواد د لویو لارو او سړکونو وضعیت

په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ځینې لویې لارې او نښلوونکي مسیرونه د پرله‌پسې بارانونو او د سېلابونو د راوتلو له امله په موقتي ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوي وو.

د کابل–جلال‌آباد لویه لار د ماهیپر په سیمه کې، د پروان–بامیان لویه لار د پروان ولایت د شینواري ولسوالۍ اړوند د استامې درې، چناردرې او دوز درې په سیمو کې، د ایبک–مزارشریف لویه لار د واش لرغان په سیمه کې، د دره‌ صوف ولسوالۍ – مزارشریف او سمنګان مسیر، د بادغیس–فاریاب لویه لار، د مرکزي بغلان – نهرین د لارې ځینې برخې، او همدارنګه د سمنګان ولایت د خرم او سارباغ ولسوالۍ سړک د ترافیکو پر مخ تړل شوي وو، چې د ټولګټو وزارت د ولایتي پرسونل د شپې او ورځې هڅو په پایله کې بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شول.

همدارنګه د بلخ ولایت د چهارکنت ولسوالۍ مسیر، چې له پرون راهیسې د ترافیکو پر مخ تړل شوی و، اوس بېرته پرانیستل شوی دی او په دې مسیر کې د رسوباتو د پاکولو، د سړک د پراخولو او د زیانمنو شوو برخو د ترمیم چارې د بلخ د ټولګټو ریاست د تخنیکي ټیمونو له لوري لا هم جریان لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د سمنګان ولایت د خرم او سارباغ ولسوالۍ سړک، سره له دې چې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست له لوري پاک شوی و، د پرله‌پسې بارانونو او سېلابونو د راوتلو له امله یو ځل بیا د ترافیکو پر مخ تړل شوی او د بېرته پرانیستلو لپاره یې جدي هڅې روانې دي.

د یادونې وړ ده، چې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم له تېرو دوو ورځو راهیسې شدید بارانونه دوام لري او د ټولګټو وزارت ولایتي ټیمونه د لویو لارو او سړکونو د بېلابېلو برخو په ترمیم او پاک‌کارۍ باندې بوخت دي.

...

7 میاشتې 4 اونی ago

...

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۴۳
Background image

د هېواد دلویو لارو او سړکنو د نن ورځې وضعیت

نن ورځ د هېواد په ډېری ولایتونو کې آسمان شین دی او د هېواد ګڼ شمېر لویې لارې او سړکونه د ترافیکو پرمخ پرانیستي دي. د سالنګونو لویې لارې په ګډون د هېواد په ټولو لویو لارو کې د وسایطو تګ . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۳۱
Background image

د هېواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت

د وروستیو ورښتونو، سېلابونو، طوفان او غر ښویېدنې له امله په ځینو ولایتونو کې یو شمېر مسیرونه موقتاً د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.

د سالنګونو لویه لار، د کابل – جلال آباد لویه لار، د . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د هېواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

د بارانونو ورېدو، د سېلابونو راوتلو او د غر ښویېدنې له امله، د کابل جلال‌آباد لویه لاره د تنګي غارو په سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړلې ده. د ټولګټو وزارت عملیاتي ټیمونو له پرون راهیسې د . . .

Back to announcements