د هېواد د یو شمېر لویو لارو او سړکونو له سطحې څخه رسوبي مواد پاک کاري شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۳:۳
د هېواد د یو شمېر لویو لارو او سړکونو له سطحې څخه رسوبي مواد پاک کاري شول

د ټولګټو وزارت د سرپرست محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د لار ښونې په اساس د ټولګټو وزارت ولایتي پرسونل د هېواد په بیلا بیلو برخو کې د سړکونو او لویو لارو د پاکولو په موخه بشپړ چمتو والی لري او هڅه کوي چې هېواد والو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځ ته کړي.
پنجشیر: د یاد ولایت د ټولګټو ریاست پرسونل د پسرلني پلان له مخې د پارخ سیمې – پریان ولسوالۍ سړک د رسوبي مواد پاک کاري شول.
سمنګان: د یاد ولایت دټولګټو ریاست پرسونل د دره صوف پایان – مزار شریف سړک چې د تیرو سیلابونو له امله د سړک مخې ته رسوبي مواد را وتلي وو دا مهال پاک کاري او شته ترانسپورتي ستونزې هوارې شوې.
لغمان: د یاد ولایت اړوند د مهترلام – سرخکان او مهتر لام –علي شنګ مسیرونه د ورستیو اورښتونو او سلابونو له امله ویجاړ شوي وو چې دا مهال یې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست پرسونل لخوا پاک کاري شول.
دغه راز د کابل ولايت د ټولګټو ریاست پرسونل لخوا د کابل –میدان ښار لویې لاې پاک کاري د کمپنۍ له بازار څخه تر ۸ کیلو مترۍ پورې پاک کاري شوه.
د ټولګټو وزارت تل هڅه کوي چې هېواد والو او ملي سوداګرو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه لویې سړکونه ترمیم او پاک کاري کړي.

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS