د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د تیرې ورځې د اورښتونو او سېلابونو د راوتلو له امله د لویو لارو او نښلوونکو سړکونو پاک کاري په چټکۍ سره جریان لري

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۵:۵۸
د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د تیرې ورځې د اورښتونو او سېلابونو د راوتلو له امله د لویو لارو او نښلوونکو سړکونو پاک کاري په چټکۍ سره جریان لري

د هېواد په یو شمېر ولایتونو (غور، هرات بغلان، بدخشان، تخار، سمنګان، بادغیس، هرات، خوست، پکتیا او پروان) کې د تیرې ورځې د اورښتونو او سېلابونو د راوتلو له امله یو شمېر لویې لارې او نښلونکي سړکونه چې موقتاً د ترافیکو پر مخ تړل شوي و، ځیني یې پرانیستل شوي او ځینو نور مسیرونو د پاکولو کار دا مهال د اړوندو ولایتونو د ټولګټو ریاستونو د کاري پرسونل او ماشینرۍ له لوري په چټکۍ سره جریان لري.
همدارنګه، په بامیان ولایت کې د بامیان – سرپل، یکاولنګ ولسوالۍ مسیر د زولیج په سیمه کې او د بامیان – بغلان مسیر د غندک په سمیه کې، په بغلان ولایت کې د جلګې او نهرین په مسیرونو کې د رسوبي او تخریبي موادو پاک کاري جریان لري او د خوست – پکتیا لویه لار چې د غرښویېدنې له امله د ترفیکو پرمخ تړل شوې وه پاک کاري او دا مهال بېرته پرانیستل شوه.
په بدخشان ولایت کې د بدخشان – تخار لویې لارې څخه د رسوبي او سېلابي موادو پاک کاري جریان لري او د یاد ولایت د بهارک، جرم، شغنان، یمګان، اشکاشم، کران و منجان، وردوج او شهدا ولسولوالیو مسیرورنه، په سمنګان ولایت کې د خرم او سارباغ ولسوالیو مسیرونه او دغه راز په غور ولایت کې د غور – هرات، غور کابل، غور ـ مرغاب او غور ـ چارسدې ولسوالیو مسیرونه د تېرو ورځو د اورښتونو سېلابونو د راوتلو له امله  لنډ مهاله تړل شوي دي، چې د پاکولو او پرانستلو کار یې د اړوندو ولایتونو د ټولګټو ریاستونو د کاري پرسنل او ماشینرۍ له لوري په چټکۍ سره جریان لري.
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د یادو ولایتونو اړوند رئیسانو او کار کوونکو ته لار ښونه کړې ده چې د خپل پرسونل او ماشینرۍ پرمټ دې دغه مسیرونه د خاورو او رسوبي موادو څخه پاک کاري کړي؛ تر څو ژرترژره د هېواد والو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي

...

7 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۸:۲۵
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر د ایران له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علیرضا بیکدلي سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې وکتل چې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲۱
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر د کابل - جلال‌آباد لویې لارې د غر ښویېدنې له سیمې (تنګي غارو) څخه لیدنه وکړه

نن شنبه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل - جلال‌آباد لویې لارې تنګي غارو سیمې ته سفر وکړ او هلته یې د غر ښویېدنې له سیمې څخه په داسې حال کې له نږدې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۱
Background image

په کب میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال دکب/حوت مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې۴۹۰۸۳۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۷۰۸۰۸ټنه، د. . .

BACK TO NEWS