د ټولګټو وزارت د اداري او خدماتو نوی رئیس معرفي شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۵ - ۹:۱۲
د ټولګټو وزارت د اداري او خدماتو نوی رئیس معرفي شو

د ټولګټو وزارت د پیشنهاد په اساس او د ریاست الوزرا د عالی مقام د ۱۴۰۲/۱/۱۰ نیټې ۳۲۸۴ ګڼه حکم پر بنسټ، محترم فضل ربي هدایت د دغه وزارت د اداري او خدماتو د نوي رئیس په توګه په دویم بست کې وټاکل شو او نن د یاد ریاست کارکوونکو ته ور وپیژندل شو. په دغه اړه جوړه شوي ناسته کې د وزارت یوشمېر رئیسانو خبري وکړې ویې ویل؛ په نظام کې څوکۍ امتیاز نه؛ بلکي مسؤلیت دی، له الله تعالی څخه غوښتنه کوو چې خلکو ته د خدمت او د هیواد د ابدالو توانایي راکړي. د یادونې وړ ده، چې محترم فضل ربي هدایت، په فقه او قانون څانګه کې د لیسانس تر کچې لوړې زده کړې کړي او څلور کلنه کاري تجربه لري.

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS