د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال د ايران د اوسپنې پټلۍ له مرستيال سره وکتل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۹:۳۸
د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال د ايران د اوسپنې پټلۍ له مرستيال سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم الحاج محمد اسحاق صاحبزاده د ايران هيواد د اوسپنې پټلۍ له مرستيال محترم مرتضی جعفری او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په ياده ليدنه کې د خواف-هرات اوسپنيزې کرښې له لارې د انتقالاتو د کچې پر زياتوالي، سوداګرو ته د صادراتو، وارداتو او ټرانزيټ په برخه د لازمو اسانتياوو رامنځ ته کولو، د سوداګريزو اموالو د انتقال او بارولو په جذب او ظرفيت لوړولو او د دوه اړخيزه ريلي همکاريو په تړاو مفصل بحثونه ترسره شول.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو د خواف-هرات اوسپنيزې کرښې له لارې د تېر په پرتله د سوداګريزو انتقالاتو کچه لوړه شوې ده.

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS