د ټولګټو وزارت د بشری سرچنو نوی رئیس معرفی شو
د ټولګټو وزارت د پیشنهاد په اساس او د ریاست الوزار محترم مقام ۱۱\۸\۱۴۴۴ نیټې د ۲۷۵۵ ګڼه حکم پر بنسټ، محترم انجنیر فضل الباری بلوڅ، د دغه وزارت د بشري سرچینو د نوي رئیس په توګه دویم بست کې وټاکل شو، چې نن د یو شمیر رئیسانو په شتون کې د دغه ریاست کارکوونکو ته ور وپژندل شو او په کار یې پیل وکړ.
ښاغلی انجنیر فضل الباري بلوڅ، د ماسترۍ تر کچې لوړې زده کړي لري او تر دې لمخه یې د کانونو او پطرولیم او د اوبو اوبریښنا وزارتونو کې دندې تر سره کړې دي.
د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر