د ټولګټو وزارت د رهبرۍ اصلاحات او جديت د پروژو د چټکتيا سبب شوي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۶:۳۵
د ټولګټو وزارت د رهبرۍ اصلاحات او جديت د پروژو د چټکتيا سبب شوي

د ټولګټو وزارت د رهبري له لوري د بنسټيزو اصلاحاتو د پروسې تطبيق او جديت د دې سبب شوي، چې د رغنيزو پروژو چارې د پخوا پر تله څو برابره ګړندۍ شي.

دا مهال په ټولیز ډول د ټولګټو وزارت له لوري د هېواد په ګوټ ګوټ کې تر ۱۸۳۰ کیلو متره ډېر سړک رغنیزې چارې روانې دي چې د چارو د سرعت تر څنګ يې د کارونو کيفت او هر اړخیزې څارنې ته هم جدي پام کیږي.

نه يوازې دا چې د رغنيزو پروژو په ورځنیو کارونو کې چټکتيا رامنځته شوې، بلکې په بېلابېلو برخو کې د فساد او وظيفوي غفلت د مخنيوي اړوند پيل شوې مبارزه هم په ډېرې چټکۍ سره روانه ده.

ټولګټو وزارت په دې وروستیو کې ګڼ اصلاحات رامنځته کړي او لا هم د اصلاحاتو په پراختيا کار کوي، تر څو د مرکز په شمول په ټولو ولايتي رياستونو کې هم ياده پروسه تطبيق کړي، او دا چاره د دې سبب شي چې د افغانستان په هره برخه کې د وزارت اړوند پروژې په خپل وخت او تعهد شوي کيفيت سره بشپړې شي.

د بېلګې په توګه د چارو ګړندیتوب د کابل ـ میدان وردګو په دویم لین سړک، د کنړـ نورستان سړک، د لوګر ټانک څخه تر چهل دختران پورې، له غور څخه د هرات پر لوري سړک، د هرات - چشت شریف سړک او د جلال آباد، تالقان او نیلي ښارونو دننه سړکونو کې لیدل کېدی شي.

ټولګټو وزارت خپلو لویو موخو ته د رسېدو لپاره په ټول توان سره هڅه کوي چې د هېواد په ګوټ - ګوټ کې د ټولو پلان شويو سړکونو پروژې په لوړ کيفيت او ټاکلي وخت سره بشپړې کړي، تر څو نه يوازې د سلګونه زره خلکو ټرانسپورټي ستونزې ورسره هوارې شي، بلکې د يوې ټرانزيټي شبکې په توګه د هېواد زراعتي، طبيعي او صنعتي محصولاتو ته د اسانه او ارزانه انتقالاتو پرېمانه زمينې برابرې کړي.

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS