د ټولګټو وزارت د سالنګونو دساتنې اوڅارنې او د اداري خدماتو رئیسان معرفي شول
د ټولګټو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزرا عالي مقام د (۱۴۴۶/۲/۲۱) نیټې د(۷۷۶) ګڼې حکم پر بنسټ، د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تغییر او تبدیل شول.
دا چې په اداراتو کې تغییر او تبدیل یو اصل دی په همدې اساس د اړوند ریاستونو د چارو د لاښه والي په موخه محترم الحاج مولوي عبد الحلیم آغا چې وړاندې د سالنګونو د ساتنې او څارنې رئیس و، د الحاج فضل ربي پرځای د اداري خدماتو د نوي رئیس په توګه او الحاج فضل ربي چې وړاندې د ادارې خدماتو رئیس و، اوس د سالنګونو د ساتنې او څارنې د نوي رئیس په توګه وټاکل شول، چې د وزارت د یو شمیر مرکزي رئیسانو په شتون کې د اړوند ریاستونو کارکوونکو ته ور وپیژندل شول.
په مراسمو کې لومړی د ریاست الوزرا عالي مقام حکم د ټولګټو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي انجنیر فضل الباري بلوڅ له لوري ولوستل شو.
وروسته د وزارت یو شمېر رئیسانو په خپلو ویناوو کې؛ په اداراتو کې تغییر او تبدیل یو اصل وباله او زیاته یې کړه، چې د مشرانو اوامر پر ځای کول واجب دي.
په پای کې اړوند مسوولينو نوموړو ته په چارو کې د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د لا بریاوو غوښتنه وکړه.