د ټولګټو وزارت سرپرست میدان وردګ او غزني ته سفر وکړ
د ټولګټو وزارت سرپرست محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د دغه وزارت تخنیکي معین مولوي عبدالکریم فاتح او یو تخنیکي ټیم یې ملتیا کوله په میدان وردګ او غزني ولایتونو کې د دغه وزارت د روانو پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.
د ټولګټو وزارت سرپرست په دغه سفر کې، د کابل ۔ کندهار لویې لارې اړوند ارغندۍ ۔ دوراني بازار، غزني ۔ زابل سړک او ناني پُل د کار له جریان څخه د لیدنې ترڅنګ د یادو ولایتونو د ټولګټو ریاستونو له مسؤولینو سره هم وکتل او د کار د چټکتیا او غوره کیفیت په موخه یې قراردادي شرکت، د پروژې څارونکي ټیم او اړوند مسؤولینو ته لازمي لارښووني وکړې.
د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر