د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د افغاني او ترکي شرکتونو له رئیسانو سره د غورغوري – لښکرګاه او لښکرګاه – کندهار اوسپنیزې کرښې پروژې د تفصیلي ډیزاین په اړه وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۹:۱۳
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د افغاني او ترکي شرکتونو له رئیسانو سره د غورغوري – لښکرګاه او لښکرګاه – کندهار اوسپنیزې کرښې پروژې د تفصیلي ډیزاین په اړه وکتل

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د آریاخان افغان ساختماني او سرک جوړونې شرکت له رئیس محترم حاجي نعمت الله پوپل او د التس ترکي ساختماني او د اوسپنیزې کرښې انجنیري خدمتونو شرکت له رئیس محترم عمرچټین سره د غورغوري – لښکرګاه او لښکر ګاه – کندهار اوسپنیزې کرښې پروژې د تفصیلي ډیزاین په اړه په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په یاده غونډه کې د ټولګټووزارت سرپرست وزیر د یاد وزارت د اوسپنیزې کرښې اړوند د هرات – کندهار اوسپنیزې کرښې تفصیلي پروژې په اړه خبرې وکړې او وزیاته یې کړه، چې دا مهال په هیواد کې تر بل هروخت امنیت ښه شوی او د ا.ا.ا کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته د پروژو د پلې کولو بشپړه زمینه برابره کړې ده، یاد شرکتونه کولای شي چې د پروژو په داوطلبیو کې ګډون او په یاده برخه کې پانګوونه وکړي؛ نوموړي دغه راز په یاده برخه کې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

په دغه ناسته کې د اریاخان خان افغان ساختماني او سړک جوړونې شرکت رئیس محترم نعمت الله پوپل چې د هرات – کندهار اوسپنیزې کرښې د څلورم او پنځم لاټ تطبیق کوونکی دی و ویل چې د یادې پروژې د تطبیق په برخه کې یو ترکي شرکت هم له دوی سره همکاري کوي.
دغه راز په یاده غونډه کې د التس ترکي ساختماني او د اوسپنیزې کرښې انجنیري خدمتونو شرکت رئیس محترم عمر چټین و ویل؛ چې موږ غواړو د اسلامي امارت او خلکو لپاره په یاده برخه کې خدمت وکړو او د هرات – کندهار اوسپنیزې کرښې د څلورم او پنځم لاټ پروژې په تطبیق کولو کې بشپړه همکاري کوو.
د هرات – کندهار اوسپنې پټلۍ مسیر د تفصیلي ډیزاین په موخه په څو بېلابېلو برخو وېشل شوی دی، چې آریاخان افغان ساختماني شرکت یې د دو برخو په داوطلبۍ کې بریالی اعلان شوی دی.

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS