د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د سالنګونو لویې لارې له کاري بهير څخه ليدنه وکړه
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د هېواد شمال ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه او په شمالي او جنوبي سالنګونو کې یې چمتو شوی بديل (فرعي) مسير د سالنګونو د ساتنې او څارنې رئیس او د قرارداي شرکتونو مسئولينو په شتون کې د پټۍ په پرې کولو سره پرانیست.
په دغو مراسمو کې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر وویل: ټولګټو وزارت د هېوادوالو د هوسا تګ راتګ لپاره په شمالي او جنوبي سالنګونو کې بديل مسير چمتو کړی چې د اصلي مسير د کار په جريان کې به کوچني مسافر وړونکي وسايط له ياد مسير څخه تګ راتګکوي.
همدارنګه نوموړي په ياد سفر کې د سالنګونو لویې لارې د دريو برخو ( شمالي سالنګ، جنوبي سالنګ او دوشي - خنجان) له کاري بهير او کرش پلانټونو څخه ليدنه وکړه او تطبيق کوونکو ټيمونو ته يې لارښوونه وکړه چې د یادې لویې لارې کار دې په غوره کيفيت، چټکتيا او د وزارت له پلان سره سم بشپړ کړي.
يادونه: د اسد مياشتې له ۴مې نېټې څخه په دغه لاره تلونکي کوچني وسايط د ورځې لخوا له دواړو خواوو له چمتو شوي بديل مسيرڅخه، باروړونکي او غټ مسافر وړونکي (۵۸۰-۴۰۴-۳۰۳) وسايط: په نوبتي ډول يوه شپه له شمال څخه جنوب لورې ته او بله شپه له جنوب څخه شمال لورې ته د تګ اجازه ورکول کيږي ؛ خو کوچنیو مسافروړونکو وسایطو ته د شپې په دغه وخت د تګ را تګ اجازه نه ورکول کیږي.