د ټولګټو وزارت محترم وزیر په بدخشان ولایت کې د یاد وزارت له تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، بدخشان ولایت ته ولاړ او هلته یې د یاد وزارت د تر کار لاندې پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه او ارزونه وکړه.
د ټولګټو وزارت محترم وزیر د پروژو د لیدنې پر مهال، د ترسره شویو کارونو د کیفیت او د پروژو د فزیکي پرمختګ د ارزونې تر څنګ، د قراردادي شرکتونو مسئولینو او تطبیق کوونکو ټیمونو ته لارښوونه وکړه، چې چارې د تخنیکي مشخصاتو له مخې، د باکیفیته موادو په کارولو او د ټاکل شوې نېټې سره سمې بشپړې کړي.
محترم وزیر صاحب په دغه سفر کې د بدخشان – تخار لویې لارې د ترمیماتي پروژې، له یفتل ولسوالۍ څخه د یاوان، راغستان او کوهستان ولسوالیو پر لور د ۲۶ کیلومتره سړک جوړولو پروژې، د شهر بزرگ ولسوالۍ د یوه پایه ۸۰ متره پله د جوړولو پروژې او د بدخشان – تخار لویې لارې په اوږدو کې د پاراپېټ دېوالونو د جوړولو او ګارډرېلونو د نصبولو پروژو څخه لیدنه او ارزونه وکړه.
د یادونې وړده چې یادې پروژې د ټولګټو وزارت له لوري په دغه ولایت کې د څه باندې یو میلیارد او ۸۹۸ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت تطبیقېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټولګټو وزارت محترم وزیر د خپل دغه کاري سفر په ترڅ کې په تخار او کندز ولایتونو کې هم د یاد وزارت له یو شمېر تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه او ارزونه کړې ده.
