د ټولګټو وزارت محترم وزیر په هلمند ولایت کې د یو شمېر پروژو روانې چارې و ارزولې

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۳۳
د ټولګټو وزارت محترم وزیر په هلمند ولایت کې د یو شمېر پروژو روانې چارې و ارزولې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د یوه تخنیکي پلاوي په ملتیا هلمند ولایت ته د خپل کاري سفر په دوام، د ګرشک – موسی‌کلا مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک، د ګرشک بازار ۸ کیلومتره سړک او د ګرشک نوي پل له رغنیزو چارو څخه لیدنه او ارزونه وکړه.

محترم وزیر صاحب د یادو پروژو د چارو د ارزونې پر مهال د پروژو تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکتونو مسؤولینو ته لارښوونه وکړه، چې د پروژو رغنیزې چارې، د ټاکل شویو معیارونو مطابق د لوړ کیفیت لرونکو ساختماني موادو په کارولو او په چټکۍ سره پر مخ یوسي او دغه پروژې په ټاکلي وخت بشپړې کړي.

د ګرشک – موسی‌کلا سړک د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره برخې رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د څه باندې ۴۳۲.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي، چې په اوږدو کې یې د ۴۸ پایو پلګوټو، دوو واشونو او ۲۰۶ متره استنادي دېوالونو رغول هم شامل دي، چې اوس مهال دغه پروژه د ۵۶ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري.

همدارنګه، د ګرشک ولسوالۍ بازار سړک پروژه ۸ کیلومتره اوږدوالی او ۶۰ متره پلنوالی لري، چې اصلي او فرعي لینونه، منځني ګلدن، د سړک دواړو غاړو ته پیاده‌روونه او سیخ لرونکې کانکریټي ویالې پکې رغول کېږي. په دې پروژه کې د څلورو پلونو او ۱۸ پایو پلګوټو رغونه هم شامله ده، چې چارې یې دا مهال په بېلابېلو پړاوونو کې روانې دي.

بلخوا، د کندهار – هرات لویې لارې په اوږدو کې د ګرشک ولسوالۍ اړوند د نوي پل رغنیزې چارې هم د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي. یاد پل ۳۳۷ متره اوږدوالی او ۱۲ متره پلنوالی لري، چې اوس مهال یې د رغونې چارې د ۱۸ سلنه فزیکي پرمختګ سره روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټولګټو وزارت محترم وزیر د یاد سفر په ترڅ کې د کندهار – هرات لویې لارې د رغنیزو چارو سربېره په کندهار او ارزګان ولایتونو کې هم د یو شمېر پروژو رغنیزې چارې ارزولې دي.

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر په هلمند ولایت کې د یو شمېر پروژو روانې چارې و ارزولې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د یوه تخنیکي پلاوي په ملتیا هلمند ولایت ته د خپل کاري سفر په دوام، د ګرشک – موسی‌کلا مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک، د ګرشک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۵:۲۷
Background image

د کندهار – هلمند لویې لارې د دویم لین سړک د آسفالټ چارې پیل شوې

د کندهار – هرات لویې لارې د دویم لین سړک اړوند، د کندهار ولایت له باغ پل څخه د هلمند ولایت تر ګرشک دوراهي سیمې پورې د دویم او درېیم لاټ ۵۲ کیلومتره سړک د رغونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۵۴
Background image

په تله میاشت کې د اوسپنیزې لارې څخه ۸۲۸۹۶۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د تلې/ میزان مياشتې له پيله تر پايه د افغانستان د اوسپنیزې لارې څخه ۸۲۸۹۶۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۵۳۶۴۳۰ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶۱۹۵۱ ټنه،. . .

BACK TO NEWS