د ټولگټو وزارت د ساتنې او څارنې مرستیال د پکتیا ولایت له مرستیال والي سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۳ - ۱۵:۹
د ټولگټو وزارت د ساتنې او څارنې مرستیال د پکتیا ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ټولگټو وزارت د ساتنې او څارنې مرستیال الحاج معاون ملا عبدالجبار د پکتیا ولایت د والي له مرستیال محترم شیخ الحدیث و التفسیر مولوی عزیز الرحمن منصور سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې وکتل، چې د دې وزارت د دفتر رئیس مفتي امیر عبدالله هم حضور درلود.

په دې کتنه کې د پکتیا مرستیال والي د سړکونو په برخه کې د دې ولایت د اوسېدونکو ستونزې بیان کړې، ویې ویل: په تیرو کلونو کې پکتیا ولایت ته د سړکونو او پُلونو په برخه کې بشپړه پاملرنه نه ده شوې، اوس د دې وخت رارسیدلی، چې د ټولگټو وزارت لخوا د شته سړکونو د ساتنې او څارنې تر څنگ د پکتیا د خلکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.

ورپسې د ټولگټو وزارت د ساتنې او څارنې مرستیال د پکتیا مرستیال والي ته د ښه راغلاست تر څنگ د یاد ولایت لپاره د ټولگټو وزارت د راتلونکو پلاننو په اړه معلومات وړاندې کړل، ویې ویل: ټولگټو وزارت د پکتیا ولایت د ټولو سړکونو د ساتنې او څارنې لپاره پوره چمتوالی لري او د شته سړکونو د خوندیتوب لپاره به د دې وزارت له پلان او بودیجې سره سم هڅې وکړي.

هغه همدارنگه وویل: ټولگټو وزارت پلان لري، چې په ټول هیواد کې د شته سړکونو، پُلونو او پُلگوټو څخه د ساتنې او څارنې ترڅنگ د ورسته پاتې ولایتونو په لومړیتوب سره د سړکونو او پُلونو پراختیایي پروژې تطبیق کړي.

...

9 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۷:۵۹
Background image

د حيرتان – مزار شریف د اوسپنې پټلۍ د پنځم پورټ د ترمیماتو چارې بشپړې او بیاځلې فعاله شوه

د حيرتان ـ مزارشريف د اوسپنيزې کرښې د پنځم پورټ د ترميم  چارې بشپړې او نن د ا.ا.ا د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر آخند، د ټولګټو وزارت محترم وزير الحاج. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۳:۰
Background image

په پکتیکا ولایت کې د شرنې – مټاخان – زرمت د ۳۸.۷ کیلومتره سړک د اسفالټ چارې د شاوخوا ۵۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره روانې دي

په پکتیکا ولایت کې د شرنې – مټاخان او د پکتیا ولایت تر زرمت ولسوالۍ پورې د ۳۸.۷ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د نږدې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۴۷
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر په نورستان، کنړ او لغمان، ولایتونو کې له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د تېرې اوونۍ په چهار شنبه او پنج شنبه ورځو کې د یاد وزارت د یو شمېر رئیسانو او انجنیرانو په ملتیا نورستان، کنړ او  لغمان،. . .

BACK TO NEWS