د کندهار– سپین‌بولدک او سپین‌بولدک – وېش سړکونو د جوړولو پروژې د ټولګټو وزارت له لوري جریان لري

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۳
د کندهار– سپین‌بولدک او سپین‌بولدک – وېش سړکونو د جوړولو پروژې د ټولګټو وزارت له لوري جریان لري

په کندهار ولایت کې د کندهار– سپین‌بولدک سړک د دویم لاټ او د سپین‌بولدک–وېش سړک د جوړولو پروژې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې دا مهال یې چارې د بېلابېلو پرمختګونو سره جریان لري.

د کندهار–سپین‌بولدک سړک دویم لاټ ۳۹.۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې په اوږدو کې یې د ۲ پایو پلونو او ۶۷ پایو پلګوټو د جوړولو چارې هم شاملې دي او یاده پروژه ۹۸ سلنه فزیکي پرمختګ لري.

همدارنګه، د سپین‌بولدک – وېش سړک ۸ کیلومتره اوږدوالی او ۶۰ متره پلنوالی لري، چې پلې لارې، ویالې او د سړک د لینونو ترمنځ شنه ساحه هم پکې شامله ده.

د یادې پروژې په اوږدو کې د ۱۰ پایو پلکوټو او ۲۶۰ متره استنادي دیوالونو د اساسي رغولو چارې هم شاملې دي او دا مهال شاوخوا ۱۶ سلنه فزیکي پرمختګ لري.

د کندهار– سپین‌بولدک او سپین‌بولدک – وېش سړکونه د کندهار ولایت له مهمو زیربنایي پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد د کورني نښلون د پیاوړتیا ترڅنګ له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو توکو په لېږد او را لېږد کې مهم رول لري. د دغو پروژو له بشپړېدو سره به د خلکو د تګ‌راتګ  ستونزې ترډېره هوارې شي او د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لیږد رالیږد په برخه کې به د پام وړ آسانتیاوې رامنځ ته شي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

BACK TO NEWS