د کندهار ـ سپین بولدک دویم لین سړک؛ چې کندهار د سیمې د سوداګرۍ په

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۹:۵۰
د کندهار ـ سپین بولدک دویم لین سړک؛ چې کندهار د سیمې د سوداګرۍ په مرکز بدلوي د وري ۲۱ مه ۱۴۰۰ د کندهار – سپین بولدک دویم لاین سړک چې ۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري د کندهار ښار د لوی  احمدشاه بابا له هوایې ډګر څخه پیل د سپین بولدک ولسوالۍ په لور غځیدلی دی، تازه

 

د کندهار – سپین بولدک دویم لاین سړک چې ۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري د کندهار ښار د لوی احمدشاه بابا له هوایې ډګر څخه پیل د سپین بولدک ولسوالۍ په لور غځیدلی دی، تازه یې رغنیزې چارې بشپړې او د ګټې اخیستنې په حال کې دی.

کندهار ولایت پر اوږد تاریخې شالید سربیره اوس مهال د هیواد له اقتصادي زونونو څخه یو دی او د جنوب لویدیځې حوزې په سوداګریز مرکز بدل شوی دی. یاد ولایت چې له ګاونډې هیواد پاکستان سره د راکړي ورکړي ګرمې سوداګرۍ دریڅه لري او خپل کرنیز او نور سوداګریز توکې پاکستان هیواد او له هغه ځایه نورو هیوادونو ته لیږدوي؛ لازمه وه تر څو د یاد اقتصادي زون د پراختیا لپاره د کندهار ـ سپین بولدک دویم لاین سړک رغول شوی وای، پر همدې بنسټ د یاد سړک رغول د ټولګټو وزارت له لومړیتوبونو څخه و، چې له ښه مرغه تازه یې رغنیزې چارې بشپړې او ډير ژر به یې هیوادوال د ګټي اخیستنې د مراسیمو شاهدان وي.

د افغانستان د اسلامي دولت د جمهور ريس جلالتماب محمد اشرف غني هغه ليد ته په کتو چې افغانستان بايد دسيمې هيوادنو د اقتصادي دهليز په محور بدل شې دغه هدف د رسيدو په پار د پرمختګ په لور يون دی.

ټولګټو وزارت د سړکونو په برخه کې چې د ټرانزیټ بنسټ ګڼل کیږي بیساري ګامونه پورته کړي، چې یو هغه یې د کندهار ـ سپین بولدک دویم لین سړک رغول دي چې پرمټ به یې افغانستان د سپین بولدک او ډیورنډ فرضي کرښې له لارې له پاکستان هیواد سره ونښلوي او له دې لارې به د صادراتو او وارداتو کچه تر پخو څو.چنده زیاته شي، تر څنګ به یې افغانستان د سیمې هیوادنو د ټرانزیټ څلور لارې ته څو ګامه نور هم نږدې شي.

د یادې ملي پروژې د تطبیق پرمهال نه یواځې دا چې ګڼې کارې ورځې د سیمې بې روزګاره ځوانانو ته رامنځته شوي وې او له دې لارې یې په ژوند کې تر پخوا مثیت بدلون رامنځته شوی، د مسلکي افغانۍ انجنیرانو او فني کارکوونکو له وړتیاوو څخه د ګټې اخیستنې تر څنک د خصوصي سکتور له ماشینرۍ څخه پکې ګټه اخیستل شوي چې مستقیمه ګټه یاد سکټور ته د دې پروژې له لارې رسیدلي، د دې تر څنګ د کندهار ولایت د خلکو لپاره ګڼې نورې اقتصادي او ټولنیزې ګټې هم له ځان سره لري.

لکه څنګه چې کندهار په سوداګریز ولایت سربیره یو کرنیز ولایت هم دی او ګڼ وګړي یې په کرکېله بوخت دي اوس به یې بزګران تر پخوا په اسانه ډول خپل کرنیز توکې په ځانګړي توګه انار لومړۍ د کندهار ښار مارکیټونو ته او له هغه ځایه د هوایې دهلیزونو له لارې بهرنیو هیوادنو ته صادیر کړي چې بزګرانو ته به یې په مستقیم ډول ګټه ورسیږي.

همدارنګه به د انارو په شمول ګڼ نور توکې لکه وچې او تازه میوې له کندهار څخه پلازمینې کابل او آن د هیواد شمالي او ختیځو ولایتونو ته په خوندې ډول او ښه قیمت ولیږدوي؛ چې پایله یې د کندهار ولایت بزګرانو ته په مخامخ ډول ګټه رسیدل او د کرنیزو توکو سوداګرۍ ته لا پاملرنه کیدای شي.

بل لور ته به د کندهار ـ سپین بولدک، تازه دویم لین رغیدلي سړک پر مټ د کندهار ولایت د لرو پرتو سیمو اوسېدوونکې له کندهار او ویش بازار څخه د اړتیا وړ سوداګریز توکې کلیو او بانډو ته په لږ وخت او ټیټه کرایه ولیږدوي.

تر ټولو مهمه لا دا چې؛ یاد سړک به د ګڼو ولسوالیو اوسېدوونکو ته زمینه برابره کړي چې تر پخوا په اسانه ډول د سپین بولدک ولسوالۍ مرکز او کندهار ښار، ښاري چوپړتیاو ته؛ چې مهم هغه یې تحصلي او روغتیایې خدمتونه دي لاس رسي پیدا کړي.

ټولګټو وزارت په پلان کې لري تر څو له ټولو ګاونډیو هیوادنو سره نښلونکې لویې لارې ورغوې چې پر مټ به یې افغانستان د ټرانزیټ څلور لارې ته نېږدې شي او کورني صنعتي توکې به له ځنډ او کرنیز توکې له خرابېدو پرته د سیمې هیوادنو ته صادر کړي.

ټولګټو وزارت ـ کابل

...

9 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۷:۵۹
Background image

د حيرتان – مزار شریف د اوسپنې پټلۍ د پنځم پورټ د ترمیماتو چارې بشپړې او بیاځلې فعاله شوه

د حيرتان ـ مزارشريف د اوسپنيزې کرښې د پنځم پورټ د ترميم  چارې بشپړې او نن د ا.ا.ا د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر آخند، د ټولګټو وزارت محترم وزير الحاج. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۳:۰
Background image

په پکتیکا ولایت کې د شرنې – مټاخان – زرمت د ۳۸.۷ کیلومتره سړک د اسفالټ چارې د شاوخوا ۵۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره روانې دي

په پکتیکا ولایت کې د شرنې – مټاخان او د پکتیا ولایت تر زرمت ولسوالۍ پورې د ۳۸.۷ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د نږدې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۴۷
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر په نورستان، کنړ او لغمان، ولایتونو کې له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د تېرې اوونۍ په چهار شنبه او پنج شنبه ورځو کې د یاد وزارت د یو شمېر رئیسانو او انجنیرانو په ملتیا نورستان، کنړ او  لغمان،. . .

BACK TO NEWS