د ۱۴۰۵ هـ.ش کال په جریان کې ټولګټو وزارت ۴۹ د ساتنې او څارنې پروژې د څه باندې ۸۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت قراداد او پیل کړې دي
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د روان کال په جریان کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سړکونو د ساتنې او څارنې د ۴۹ پروژو چارې د ټولټال ۸۴۶ میلیونه، ۴۸۵ زره او ۹۳۴ افغانیو په ارزښت له بېلابېلو خصوصي ساختماني شرکتونو سره قرارداد او پیل کړې دي.
په یادو پروژو کې د سړکونو ترمیم، بیارغونه، جغلاچونه، پراخول، د سړکونو د فرش ترمیم، د ګارډرېلونو نصب، د استنادي دېوالونو، پلونو او پلګوټو د بیارغونې چارې شاملې دي.
ټولګټو وزارت په روان کال کې په ټولیزه توګه د تېر کال انتقالي او روان کال نوې قرارداد شوې ۸۳ د ساتنې او څارنې پروژې تر کار لاندې لري، چې دا مهال یې چارې په بېلابېلو پرمختګونو سره عملاً جریان لري.
د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د هېواد ترانسپورتي زیربناوې پیاوړې، د سړکونو وضعیت ښه او د موټرو د تګ راتګ لپاره به مناسب شرایط برابر شي. همدارنګه به د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد ستونزې تر ډېره راکمې او د سړکونو د لا زیات تخریب مخه ونیول شي.
د یادونې وړ ده، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال په جریان کې د ۳۷ ساتنې او څارنې پروژو چارې د ۱ میلیارد، ۲۷۱ میلیونه، ۷۴۳ زره او ۸۱۹ افغانیو په ارزښت بشپړې شوې دي، چې موخه یې د هېوادوالو لپاره د خوندي تګ راتګ زمینه برابرول او د سړکونو د لا زیات تخریب مخنیوی دی.
