سمنګان: د ایبک – مزارشریف او ایبک ۔ پلخمري لویو لارو د پُلګټو او ویالو د پاکولو پرمهال لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې
د ایبک – پلخمري او ایبک – مزارشریف لویو لارو د مصنوعي ساختمانونو د ترمیم، د سړک غاړو ویالو او بندو پُلګوټو د پاکولو چارې جریان لري، چې پرمهال یې د سیمې لسګونو اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
دغه پُلګوټي او ویالې، چې د بارنونو او سیلابونو د پاتې شونو له امله بندې شوې دي؛ له کلونو راهیسې یې د پاکولو چارې نه دې ترسره شوې، چې د اورښتونو او سیلابونو پرمهال د اوبو مسیر د بندښت او د یادو لویو لارو د ویجاړېدو لامل شوې.
دا مهال د یادو لویو لارو د ویالو او پلګوټو د پاکولو کار د سمنګانو ولایت د ټولګټو ریاست تر څارنې لاندې د یوه خیریه بنسټ په مالي همکاري په دریو بېلابېلو برخو کې جریان لري، چې د کار له بشپړېدو سره به یې، یادې ستونزې هواري شي.