سړکونه ملي شتمني ده، ساتنه او څارنه یې د هر افغان ملي وجیبه ده

ashraf_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۱۵:۵۳
سړکونه ملي شتمني ده، ساتنه او څارنه یې د هر افغان ملي وجیبه ده

د هېواد په سویل ختیځ کې د خوست ځوانانو د ملي احساس له مخې په شخصي لګښت هغه پلچک بیا ورغاوه چې څه موده وړاندې د هېواد د دښمنانو لخوا ویجاړ شوی وو.

دغه پلچک د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ اړوند د سړو اوبو او توت پالې کلیو ترمنځ د سړک په اوږدو کې موقعیت لري چې څه موده وړاندې د هېواد، خاورې او ولس د دښمنانو له لوري په بمونو الوزول شوی و.

ټولګټو وزارت د هېواد له ټولو وګړو څخه هیله لري چې د خوست د با احساسه ځوانانو په څېر د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ټولګټو ځایونو په خوندیتوب کې د هېواد له آبادۍ سره مرسته وکړي.

...

9 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۷:۵۹
Background image

د حيرتان – مزار شریف د اوسپنې پټلۍ د پنځم پورټ د ترمیماتو چارې بشپړې او بیاځلې فعاله شوه

د حيرتان ـ مزارشريف د اوسپنيزې کرښې د پنځم پورټ د ترميم  چارې بشپړې او نن د ا.ا.ا د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر آخند، د ټولګټو وزارت محترم وزير الحاج. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۳:۰
Background image

په پکتیکا ولایت کې د شرنې – مټاخان – زرمت د ۳۸.۷ کیلومتره سړک د اسفالټ چارې د شاوخوا ۵۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره روانې دي

په پکتیکا ولایت کې د شرنې – مټاخان او د پکتیا ولایت تر زرمت ولسوالۍ پورې د ۳۸.۷ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د نږدې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۴۷
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر په نورستان، کنړ او لغمان، ولایتونو کې له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د تېرې اوونۍ په چهار شنبه او پنج شنبه ورځو کې د یاد وزارت د یو شمېر رئیسانو او انجنیرانو په ملتیا نورستان، کنړ او  لغمان،. . .

BACK TO NEWS