غزني: د مقر – ناوې سړک د موټرو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شو

ashraf_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۴ - ۱۵:۵۰
غزني: د مقر – ناوې سړک د موټرو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شو

د غزني ولایت د مقر – ناوې ولسوالیو ترمنځ غځیدلی سړک، چې په ګداخیلو سیمه کې د سیلابونو د پاتې شونو له کبله د موټرو پر مخ بند شوی و، دا مهال د غزني ولایت د ټولګټو ریاست د ماشینرۍ او پرسونل لخوا د موټرو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شو.
همدارنګه د یاد ریاست د پرسونل لخوا د سیمې د اوسیدونکو یوه عراده چپه شوی فولډر موټر را وښکل شو او شاوخوا ۱۵۰ لوی او واړه موټر چې په یاده سیمه کې بند پاتې وه هم خلاص شول، دا مهال د تګ راتګ پر وړاندې کوم خنډ نشته او خلک کولی شي په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي. 

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

5 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۴:۳۳
Background image

د زابل ولایت د ټولګټو ریاست د اداري ودانۍ رغنیزې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د زابل ولایت د ټولګټو ریاست د اداري ودانۍ رغنیزې چارې د شاوخوا ۱۸.۳ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او د زابل ولایت د والي محترم الحاج ملا شیر محمد شریف، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۵:۱۱
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني کاپیسا ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې پرون یکشنبې د تګاب او اله‌سای ولسوالیو د نښلوونکو سړکونو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۸:۴۹
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د بګرام – جبل السراج له دویم لین سړک څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملامحمدعیسی ثاني پروان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې پرون د جمعې په ورځ د بګرام – جبل السراج له دویم لین سړک څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه، چې د پروان. . .

BACK TO NEWS