ملت ته د دولت د ځوابي برنامو په لړ کې نن د اسلامي امارت د رسنیو په مرکز کې ټولګټو وزارت د یو کلن فعالیت او لاسته را وړنو په اړه کنفرانس وړاندې کړ 

ashraf_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۳ - ۱۵:۵۶
ملت ته د دولت د ځوابي برنامو په لړ کې نن د اسلامي امارت د رسنیو په مرکز کې ټولګټو وزارت د یو کلن فعالیت او لاسته را وړنو په اړه کنفرانس وړاندې کړ 

 

په دې کنفرانس کې، چې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم  فاتح او د دغه وزارت ویاند محترم حمیدالله مصباح ګډون کړی و، ویې ویل: ټولګټو وزارت سره له دې چې کافي اندازه بودیجه یې په اختیار کې نه وه، خو پر دې سربیره توانیدلی، چې د قراردادي شرکتونو او د وزارت د ولایتي ریاستونو اړوند ماشینرۍ او تخنیکي پرسونل څخه په ګټې اخیستلو سره د (۶۲) میلیونه افغانیو په ارزښت د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې (۱۸۳۱) کیلومتره سړک، (۱۰۰۰) متره پل، (۴۰۴) متره استحکامي پل، (۱۱۴۲) کیلومتره د سړک پاک کاري او (۱۱۴۷) متره استنادي دیوال ترمیم، نصب او له سره بیا رغولي دي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، ټولګټو وزارت په تیر یوه کال کې توانیدلی، چې د ژمي په موسم کې څه باندې ١٨٠٠ کیلومتره سړکونه او لویې لارې د شاوخوا ٤٠ میلیونه افغانیو په ارزښت له واورو او د ورستیو سیلابونو له پاتې شونو څخه پاک کاري کړي او د تګ راتګ پرمخ یې پرانیستلي دي، هغه همدارنګه وویل چې  د کابل ۔ کندهار لویې لار، د سالنګ لویې لارې د ترمیم او بیارغونې کار په نږدې راتلونکي کې پیل شي او د کابل- کندهار لويې لارې دويم لين سړک، د کابل حلقوي سړک، د سالنګ دويم تونل او د غور- هرات سړک پروژې د دغه وزارت په پلان کې نیول شوې دي.

 هغه همدارنګه د وزارت په تشکیلاتو کې د اصلاحاتو د رامنځته کول او د ٩٠٣ خالي بستونو ډکول او ده راز د ادارې اصلاحات ادارې له لارې د یو شمیر تخنیکي بستونو د استخدام او د غصب شویو ملکیتونو د بیرته راګرځولو    یادونه وکړه.

 ورسته د ټولګټو وزارت ویاند محترم مولوي حمید الله مصباح خبرې وکړې او د افغانستان اسلامي امارت د بریا په لومړیو شپو او ورځو کې، د ټولګټو وزارت له لوري د کابل – کندهار لویه لار د ۶۵ کیلومترو په اوږدوالی سره د ۶۹ میلیونه افغانیو په ارزښت، د قلات – شینکۍ سړک داغ ګیري او د دغه مسیر د پُلګوټو ترمیم د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت او ۵ پایې پُلونه چې اوږدوالی یې ۱۵۵ متره دی د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد کړي وې، چې دا مهال د یادو ټولو پروژو کار بشپړ شوی دی.

محترم مصباح زیاته کړه: دا مهال د کابل – کندهار لویې لار ( کندهار – زابل ) د اساسي ترمیم چارې، چې د هیوادوالو لپاره د خوښۍ زیرۍ دی پیل شوې او اوس مهال یې عملاً د بیارغونې کار دوام لري، همدارنګه د ټولګټو وزارت رهبري او تخنیکي ټیمونو له کورنیو او بهرنیو خصوصي ودانیزو شرکتونو سره مسلسلې غونډې تر سره کړې دي، تر څو د کابل – کندهار لویه لار له خصوصي سکتور سره په همغږۍ د (ټول پلازا) له لارې په اساسي ډول ترمیم او بیا ورغوي او دغه وزارت لازم چمتوالی نیولی تر څو د تونل په ګډون د سالنګ ۳۰ کیلومتره لویه لار اساسي ترمیم کړي،

ښاغلی مصباح وویل: ټولګټو  وزارت توانیدلی، چې د بیارغونې د ترسره شویو کارونو تر څنګ، د (۲۰۵) کیلومتره ویجاړ سړک او د (۴۱۰۰) مترو په اوږدوالي سره د (۵۸۳) ویجاړو پُلګوټو ترمیماتي سروې تر سره کړي همدارنګه (۱۸۴) پایې پُلګوټي چې اوږدوالی يې (۳۱۲۸) متره کیږي او (۶۱۰) متره استنادي دیوالونه نوې سروې او ډیزاین شوې دي.

 هغه د نیمګړو پراختیايي پروژو په هکله وویل: ټولګټو وزارت شاوخوا (۵۰) پراختیايي پروژې لري، ټولګټو وزارت سره له دې چې کافي بودیجې یې په لاس کې نه لرله، خو پر دې سربیره یې هڅه کړي تر څو هغه انکشافي پروژې چې رغنیز کار یې نیمګړی پاته دی او په تېره اداره که نه دي تکمیل شوې، تکمیل کړي.
له دې جملې د کابل – لوګر دویم لین سړک یادولی شو، چې د یادې پروژې د تکمیل په موخه ۱۵ میلیونه افغانۍ د وزارت له لوري شرکت ته تسلیم شوې دي، تر څو د یادې پروژې پاته رغنیز کار بشپړ کړي.
همدارنګه، د ابونصر فراهي سړک، چې د ایران هیواد له لوري رغول کیږي، قرارداد یې د افغانستان اسلامي امارت او دوست هیواد ایران ترمنځ تمدید شوی او د پروژې رغنیز کار عملاً په ساحه کې جریان لري.

 هغه همدارنکه زیاته کړه، د وزارت د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو لړۍ یې له کابل ولایت څخه پیل کړې، چې تر دې مهاله په کابل ولایت کې د دغه وزارت شاوخوا ٢٠٠ جریبه غصب شوې ځمکه را ګرځول شوې ده او په ولایتونو کې هم دوام لري.


د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

9 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۷:۵۹
Background image

د حيرتان – مزار شریف د اوسپنې پټلۍ د پنځم پورټ د ترمیماتو چارې بشپړې او بیاځلې فعاله شوه

د حيرتان ـ مزارشريف د اوسپنيزې کرښې د پنځم پورټ د ترميم  چارې بشپړې او نن د ا.ا.ا د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر آخند، د ټولګټو وزارت محترم وزير الحاج. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۳:۰
Background image

په پکتیکا ولایت کې د شرنې – مټاخان – زرمت د ۳۸.۷ کیلومتره سړک د اسفالټ چارې د شاوخوا ۵۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره روانې دي

په پکتیکا ولایت کې د شرنې – مټاخان او د پکتیا ولایت تر زرمت ولسوالۍ پورې د ۳۸.۷ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د نږدې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۴۷
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر په نورستان، کنړ او لغمان، ولایتونو کې له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د تېرې اوونۍ په چهار شنبه او پنج شنبه ورځو کې د یاد وزارت د یو شمېر رئیسانو او انجنیرانو په ملتیا نورستان، کنړ او  لغمان،. . .

BACK TO NEWS