هلمند: د ملنګ کاریز - ګرشک سړک او ۱۸ پایو پُلګوټو د ترمیم کار ۶۰ سلنه پرمختګ کړی

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۴ - ۹:۵۹
هلمند: د ملنګ کاریز - ګرشک سړک  او  ۱۸ پایو پُلګوټو د ترمیم کار ۶۰ سلنه پرمختګ کړی

د ټولګټو وزارت له لوري د هلمند ولایت په نهر السراج ولسوالۍ کې د ملنګ کاریز - ګرشک غځیدلې سړک او د ۱۸ پایو پُلګوټو د ترمیم چارې دوام لري.

د سړک او د پُلګوټو د ترمیم دا پروژه د ټولګټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې ده، چې تر دا مهاله یې د ترمیم کار شاوخوا ۶۰ سلنه پرمختګ کړی دی.

د دې پروژې د کار په جریان کې د سیمې اوسیدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې دی، چې د کار له بشپړیدو سره به یې د نهرالسراج ولسوالۍ د اوسیدونکو ترانسپورتي د پخوا په پرتله هواري شي او په اساني سره به تګ راتګ وکړي.

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS