ټولګټو وزارت د ا.ا.ا، د کار له پیله تر دا مهال پورې د فعالیتونو او لاسته راوړنو ګزارش وړاندې کړ:

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۵ - ۱۲:۱۰
ټولګټو وزارت د ا.ا.ا، د کار له پیله تر دا مهال پورې د فعالیتونو او لاسته راوړنو ګزارش وړاندې کړ:

د ټولګټو وزارت رهبري د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د ا.ا.ا، د کار له پیل څخه د تر دا مهال پورې په تیرو (۹) میاشتو کې د تر سره شویو فعالیتونو او لاسته راوړنو ګزارش د رسنیو له لارې له خلکو سره شریک کړ.

د ا.ا، د رسنیو په مرکز کې په همدې مناسبت جوړه شوې خبرې ناسته کې د ټولګټو وزارت تخنیکي معین، محترم مولوي عبدالکریم فاتح وویل: ټولګټو وزارت توانیدلی چې د تیرو (۹) میاشتو په موده کې په ډيرو لیږو امکاناتو د خلکو لپاره د غوره ترانسپورتي اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې ډیر کار وکړي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام وویل: له دې وړاندې د پروژو د تطبیق په برخه کې دوه ستر خنډونه (فساد او د امنیت نشتوالی) موجود وه چې، د اسلامي امارت په راتګ سره د فساد کچه صفر شوې ده او په ټول هیواد کې سرتاسري امنیت تأمین شوی دی، هغه وویل: پراختیايي پروژې د افغانستان په خلکو پورې تړاو لري او له نړۍوال، اسلامي او آسیا پراختیايي بانکونو او ایټالیاپنډ څخه یې وغوښتل؛ چې د افغانستان له خلکو سره دې کړې ژمني عملي کړي او په دې هیواد کې دې خپلي نیمګړي پروژې تمویل او بشپړې کړي.

ورسته د ټولګټو وزارت ویاند محترم مولوي حمیدالله مصباح، خبرې وکړې هغه وویل: ټولګټو وزارت د اسلامي مارت د کار په پیل کې، د څه باندې (۶۹) میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل – قندهار لویې لارې د (۶۵) کیلومتره سړک د میلینک کارۍ، د څاندې ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د قلات – شینکۍ ولسوالۍ د سړک د داغ ګیرۍ او په دې تګلوري کې د پلچکونو د ترمیم او د څه باندې (۱۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د (۱۵۵) مترو په اوږدوالي د پنځه پلونو د ترمیم پروژې له خصوصي شرکتونو سره قراراداد کړي وې، چې دا مهال یې د ترمیم او بیارغونې کار بشپړ شوی دی او پر دې سربیره ټولګټو وزارت توانیدلی، چې په ټول هیواد کې د قراردادي شرکتونو او د ولایتي ریاستونو د شته ماشینرۍ او مسلکي ‍پرسونل په مټ، په ټول هېواد کې (۹۱۲) کیلومتره سړک، (۹۹۲) متره پلونه او (۲۳۰) پلچکونه او همدارنګه یوشمېر استنادي دېوالونه او معبرونه ترمیم او بیا ورغوي او په ټول هیواد کې د شاوخوا (۴۲) میلیونه افغانیو په ارزښت د ژمي په موسم کې د سړک واورې پاک کاري کړي دي.

هغه څرګنده کړه، چې ټولګټو وزارت د یادو فعالیتونو ترڅنګ، د وزارت د تشکیلاتو، له ټاکلي اندازې څخه د لوړ تناژ بار وړونکو موټرو د وزن د لیږد د کنترول مقررې او د ځینو تلو د فعالولو په برخه کې هم اساسي کړنې ترسره کړې دي.

د یادوني وړ ده، چې د دې خبرې ناستې په پای کې د رسنیو د استازو پوښتنو ته ځوابونه هم وویل شول.

...

11 میاشتې ago

...

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۵:۱۵
Background image

د هېواد یو شمېر مسیرونه چې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د لنډ مهال لپاره د ترافیکو پرمخ تړل شوي وو پاک کاري او ترافیکو پر مخ پرانیستل شول

د نورستان - کنړ عمومي سړک چې د تېرو ورځو دوامدواره اورښتونو او غر ښویېدنې له امله تړل شوی و د یاد ولایت د ټولګټو ریاست د کاري پرسونل له لوري پاک کاري او ترافیکو پر مخ پرانیستل شو خو په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۵:۵۲
Background image

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د سالنګونو لویې لارې د ټولپلازا محصول د راټولونې بهیر څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د سالنګ لویې لارې ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې چې د یاد وزارت ځینو رئیسانو یې ملتیا کوله د يادې لویې لارې د جنوبي او شمالي سالنګ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۴:۲۰
Background image

نورستان

تېره ورځ په نورستان ولایت کې د تېزې واورې او باران اورښت له امله غرښویېدنه او واوره ښویېدنه رامنځته شوې وه، چې د یاد ولایت عمومي سړک د لنډ وخت لپاره د ترافیکو پر مخ تړلی وو، چې د یاد. . .

BACK TO NEWS