ټولګټو وزیر له ایراني پلاوي سره د ځینو مهمو پروژو په اړه خبرې وکړې

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۵ - ۲۳:۱۷
ټولګټو وزیر له ایراني پلاوي سره د ځینو مهمو پروژو په اړه خبرې وکړې

د ټولګټو وزیر انجنیر نجیب الله یمین په خپل کاري دفتر کې د ایراني پلاوي سره د افغانستان د سړکونو پر یو شمېر مهمو پروژو بحث وکړ.

په دې لیدنه کې د ایران د لارې او ښار جوړونې وزارت ځانګړي استازي میر شفیع د پلاوي استازولي کوله چې پر مهال یې د دوغارون ـ اسلام کلا، میل ۷۸ یا ابو نصر فراهي بندر سړک، قیصار- لامان سړک ، سالنګ او ځینو نورو پروژو پر سر پانګونې ته علاقه‌مندي وښوده.

د ټولګټو وزير ښاغلي نجیب الله یمین د ایراني پلاوي له نیک نیت څخه مننه وکړه او د افغانستان د سړکونو د جوړېدو لمړیتوبونه یې ورته په نښه کړل.

هغه وویل د افغانستان لپاره تر ټولو مهم سړکونه چې باید ژر ورغول شي د کابل کړییز سړک د دویمه، دریمه او څلورمه برخه، د هرات ـ کندهار او کندهار ـ کابل سړک رغونه، د هرات -اسلام کلا سړک ترمیم او پراختیا، سالنګ جوړونه او د شرق او غرب دهلېز پاته ۳۲۰ کیلومتره سړک رغونه ده.

په دې غونډه کې چې د ټولګټو وزارت تخنیکي ټیم هم ګډون درلود پر ځینو مواردو هوکړه او د ځینو نورو په اړه د معلوماتو د شریکولو پرېکړه وشوه.

ایراني پلاوي په افغانستان کې پر ټرانسپورټي زېربناوو میلیاردونه ډالرو پانګونې ته علاقه وښوده او زیاته یې کړه چې هغوی به د خپلو سړکونو تجربې له افغان انجنیرانو سره شریکې کړي.

د دې تر څنګ د ټولګټو ښاغلي وزیر له ایراني پلاوي څخه غوښتنه وکړه چې د سړکونو په برخه کې د افغانستان د ټولګټو وزارت او د ایران د لارې او ښار جوړونې وزارت تر منځ دې یوه ګډه کمېټه رامنځته شي چې د لارو د جوړېدو په برخه کې پر یوه اوږدمهاله میکانیزم کار وکړي.

غونډه کې په افغانستان کې د یوه تخنیکي انسټیټيوټ پر جوړولو هم بحث وشو چې ایراني پلاوي یې د جوړولو لپاره علاقه وښوده.

د غوایي ۱۴مه، ۱۴۰۰

د ټولګټو وزارت مطبوعاتي څانګه

 

...

9 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۷:۵۹
Background image

د حيرتان – مزار شریف د اوسپنې پټلۍ د پنځم پورټ د ترمیماتو چارې بشپړې او بیاځلې فعاله شوه

د حيرتان ـ مزارشريف د اوسپنيزې کرښې د پنځم پورټ د ترميم  چارې بشپړې او نن د ا.ا.ا د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر آخند، د ټولګټو وزارت محترم وزير الحاج. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۳:۰
Background image

په پکتیکا ولایت کې د شرنې – مټاخان – زرمت د ۳۸.۷ کیلومتره سړک د اسفالټ چارې د شاوخوا ۵۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره روانې دي

په پکتیکا ولایت کې د شرنې – مټاخان او د پکتیا ولایت تر زرمت ولسوالۍ پورې د ۳۸.۷ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د نږدې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۴۷
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر په نورستان، کنړ او لغمان، ولایتونو کې له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د تېرې اوونۍ په چهار شنبه او پنج شنبه ورځو کې د یاد وزارت د یو شمېر رئیسانو او انجنیرانو په ملتیا نورستان، کنړ او  لغمان،. . .

BACK TO NEWS