ټولګټو وزیر له ایراني پلاوي سره پر ځينو پروژو بحث وکړ

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۵ - ۱۴:۲۴
د ټولګټو وزیر له ایراني پلاوي سره پر ځينو پروژو بحث وکړ

ټولګټو وزیر انجنیر نجیب الله یمين په خپل کاري دفتر کې له یوه ایراني لوړ پوړي پلاوي سره وکتل او پر ځینو اړینو پروژو یې بحث وکړ.

په دې ناسته کې د ایران اسلامي جمهوريت د لارو او پټلۍ وزارت ځانګړي استازي سید حسین میرشفیع چې د یوه درې کسیز پلاوي مشري يې کوله، علاقه وښوده چې ایران هېواد د افغانستان پر ځینو لویو ټرانسپورټي زېربنايي پروژو پانګونې ته چمتو دي.

د ټولګټو وزیر ښاغلي نجيب الله يمين وويل د سیمه ییز اتصال لپاره ایران د افغانستان ارزښتناک کاونډی وباله او زياته يې کړه چې دواړه هیوادونه کولی شي چې یو بل ته د ترانزیټي زېربناوو په برخه کې د همکاریو لاس ورکړي.

په ياده ناسته کې دواړو لوريو د میلک ابرېشم پله، ابونصر فراهي سړک، دوغارون او اسلام کلا سړک پر رغونه او بیا رغونه بحث وکړ چې تر یوې هوکړې وروسته به پر یادو پروژو کار پیل شي.

ټولګټو- وزارت

د کب ۲۵مه، ۱۳۹۹

 

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS