په بلخ ولايت کې د يوې پايې تلې د رغولو او د دوه حلقې د اوبو څاګانو د کيندلو کار د څه باندې ۳.۴ ميليونه افغانيو په ارزښت پيل شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۲:۱۶
په بلخ ولايت کې د يوې پايې تلې د رغولو او د دوه حلقې د اوبو څاګانو د کيندلو کار د څه باندې ۳.۴ ميليونه افغانيو په ارزښت پيل شو

 د ټولګټو وزارت له لوري د بلخ ولايت حيرتان دوراهي په جيرتان سيمه کې د يوې لويې تلې « ترازو» او د دوه حلقو څاګانو رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې د مرستيال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب زاده او د بلخ ولايت د ټولګټو د رئیس الحاج مولوي عبدالصبور صابر په شتون کې پيل شوې.

دغه تله ( ترازو) او دوه حلقې د اوبو څاګانې ټولګټو وزارت او یو خصوصي شرکت ترمنځ د ۳۴۷۳۹۹۴ افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي چې د دریو میاشتو په موده کې به یې کار بشپړ شي.
د يادونې وړ ده چې په یاده سیمه کې یوه بله تله هم شتون لري چې یاده تله د باروړونکو وسایطو د ګڼې ګوڼې د مخنیوي او موټر چلوونکو د آسانتیاوو لپاره رغول کیږي او په رغولو سره به یې د پخوانۍ تلې شاوخوا ګڼه ګوڼه کمه، د لوړ تناژ باروړونکو موټرو وزن کنټرول او د آسفالټي سړک له ویجاړېدو څخه به مخنیوی وشي.
 

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS