په تېره یوه اوونۍکې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۰۳۲۶۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۰:۴۷
په تېره یوه اوونۍکې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۰۳۲۶۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره یوه اوونۍکې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د اسد مياشتي له ۱۰مې نيټې څخه   تر اسد ۱۶ مې) نېټې پورې د  ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې له لارې (۱۰۳۲۶۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۸۲۲۷ ) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۶۲۴۹) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۶۵۳۷) ټنه او د خواف –هرات (۱۲۲۵۰  ) له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۱۰۳۲۶۳) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه  صادرات دي،  په تېره یوه اوونۍکې (۵۹۷)  ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه، د آنار جوس دي

 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS