په نیمروز ولایت کې په ټولنیز پرمختګ کې د خلکو او حکومت د مسؤليتونو تر عنوان لاندې مشورتي غونډه ترسره شوه

په دغه غونډه کې د نیمروز ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي جان محمد بدري هم د یاد ریاست دلاسته راوړنو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل، چې په لاندې ډول دي.
د اسلامي امارت له فتحې څخه تر دې مهاله
د یاد ولایت په سرشیله ولسوالۍ کې د ۳۰۰متره په اوږدوالي سره د ۲۳۱۲۳۳۱۸۴ افغانیو په ارزښت د یو پایه اوسپنیز کانکریټي پل رغنیزې چارې بشپړې شوې دي.
د ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ هـ ش کال په جریان کې د زرنج – دلآرام پر مسیر د (۱۷۶۰۸۲۱۷,۳۰) افغانیو په ارزښت د ۱۱۷ ویجاړو شویو ساحو ترمیم او بیارغونه او پر یاد مسیر د ۲۱ پایو نویو پلګوټو رغونه.
د ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ هـ ش کال په اوږدو کې د (۲۵۴۹۹۷۴۹,۶۵) افغانیو په ارزښت د زرنج دلآرام پر مسیر د ۹۵ تخریب شویو ساحو ترمیم او بیارغونه، د ۱۵ پایو نویو پلګوټو رغونه، د ترافیکي علایمو نصبول، د اسفالټي سړک پینه کاري، د چګیني په سیمه کې د لوړټناژ تلې (ترازو) ساحې کانکرټول او د ۳ پایو سیارو کانکسونو خریداري ترسره شوې ده.
د چخانسور ولسوالۍ د بازار په شمالي برخه کې د یو پایه ۲۰ متره نوي پل او ۴۳۷ کیلومتره سړک د رغونې چارې د ۲۰۶۹۰۴۴۱,۸۰ افغانیو په ارزښت جریان لري.
په دلارام ولسوالۍ کې د یو باب تلې (ترازو) لپاره د تعمیر ودانیزې چارې د (۲۲۵۲۲۱۲,۱۶) افغانیو په ارزښت جریان لري.
د مرز له ساحې څخه د ۳۰ متره حلقوي سړک تر پیل پورې د ابریښم پل سړک د پراخوالي پروژه د نیمروز ولایت په مالي لګښت او د یاد ولایت د ټولګټو ریاست د پرسونل او ماشینرۍ پرمټ بشپړه شوه.
د چګیني لوړ ټناژ تلې عواید په میاشتني ډول ۵۰۰۰۰۰ افغانیو او د همدې ولایت د خاشرود ولسوالۍ په پل غرغري سیمه کې د نوې فعاله شوې تلې عواید په مایشتني ډول شاوخوا سل زره افغانیو ته رسیږي.

د دلارام ولسوالۍ د دلارام پل په ختیځه برخه کې د یوې پایې تلې میاشتني عواید ۱۵۰۰۰۰۰ افغانۍ دي.
د دغرغري کمپ په ساحه کې د یو پایه کرش پلانټ او یو پایه قیر پلانټ غیر فعاله دستګاه ګانو فعالول د یو میلیون افغانیو په ارزښت چې په میاشتنۍ بڼه ۶۵ زره افغانیو کرایه تر لاسه کوي.
د زرنج – دلارام پر مسیر ۳ محرابه مسجدونه پلان شوي دي چې په هره ۷۰ کیلومترۍ کې یو باب مسجد رغول کیږي او د هرمسجد لپاره درې جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده چې د منار او کوتلک ترمنځ په ساحه کې د (۳۴۴۷۰۰۲۲,۶۶) افغانیو په ارزښت د یو محراب مسجد د رغونې چارې جریان لري.
د دلارام، خاشرود او چهاربجک ولسواليو د تلو لپاره د نهو جريبونو ځمکې منظورېدل او تسليمي.
د کنګ ولسوالۍ ۲۴ کيلو متره سړک جغلرېزي او هموارول د ۵۵۰۰۰۰ (پينځسووپنځوسزره) افغانيو په ارزښت.
د روانو رېګونو د پاکارۍ پروژه چې د زرنج-دلارام په لويه لار کې د (داکو خواجه ،سيرجوي د آنتنو له سيمې او د ابرېشم د پله)د سيمونه همدارنګه د چهاربرجک د ولسوالۍ په سړک د خوابګاه له سيمې او د بند کمالخان له شاوخواوو نه د ۹۰۰۰۰۰۰ افغانيو په ارزښت ترسره شوې ده.
درۍ ارادې ډمټرک موټر، يو اراده اکسکواتور، يو اراده لوبيت(کفی) او يو اراده غلتک د بادغیس ولایت له الفاروق قولاوردو غوښتل شوي دي او وروسته د تسليمۍ نه هرات ولايت ته ليږدول شوي دي او بيا د نيمروز ولايت د سړکونو د ترميم لپاره ياد ولايت ته راوړل شوي دي.
دکندهارولايت قول اردو څخه يو (۱) عراده لوډر يولسم نمبر کرش پلانت ته انتقال شوی تر څو د روانو ریګونو ساحی په ياده سیمه کې پاک کاري کړي او د تیرو دوو کالونو راهيسي هلته فعاليت لري.
د زرنج دلارام لویې لارې ۱۲ کیلومتره سړک د خط اچونی او ګاردریل مقدماتی سروې ترسره شوې ده او اسناد يې د ټولګټو محترم وزارت ته استول شوي دي.
د دلارام ولسوالۍ زاړه پله ته څېرمه د نوي (۳۰۰) متره پل او سرک سروې، برآورد او ډیزاین دا مهال جریان لري.
د کنګ ولسوالۍ ۱۲ کیلومتره سړک مقدماتي سروې او دیاد سړک د اسفالت پشنهاد ترسره کول د ټولګټو محترم وزارت د هدایت په اساس.
د چخانسور ولسوالۍ ۲۰ کیلومتره سړک مقدماتي سروې او دیاد سړک د اسفالت پشنهاد ترسره کول د ټولګټومحترم وزارت د هدایت په اساس.