په کاپیسا کې د ۱.۴۱ کیلومټره کانکریټي سړک د جوړولو چارې ۵۰ سلنه پرمختګ لري
دا سړک چې ۱.۴۱ کیلومتره اوږدوالی لري، د کاپیسا ولایت د حصه دو ولسوالۍ اړوند له سربند پایین کلي تر سربند بالا کلي پورې جوړیږي چې اوس مهال یې رغنیز کار له ۵۰ کاري پرمختګ سره دوام لري.
د سړک دا پروژه د ټوګټو وزارت او یوې سیمه ییزو شورا تر منځ تړون شوی، چې مالي لګښت یې د هیواد له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي.
د دې پروژې د رغنیز کار په بهیر کې د سیمې اوسېدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ګڼې ورځې رامنځته شوي چې د چارو له بشپړېدو سره به یې نه یواځې ترانسپورتي ستونزې هوارې شي، بلکې د چاپیریال په پاکوالي کې هم مهم رول لري.