کونړ کې د وروستيو اورښتونو له امله بندې شوې لارې پرانستل شوې

ashraf_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۱۵:۴۷
کونړ کې د وروستيو اورښتونو له امله بندې شوې لارې پرانستل شوې

د هېواد په ختيز ولايت کونړ کې د ورښتونو او سختو سېلابونو راوتلو له امله تړل شوې لارې چې ټرافيکي تګ – راتګ يې ځنډولی و، د ټولګټو وزارت د ولايتي پرسونل په هڅو پرانستل شوې.

سېلابونو د کونړ د مرکز اسعدآباد او دوو ولسواليو اسمار او ماڼوګي ته غځېدلې لارې په قسمي شکل تخريب کړې او ځای – ځای يې د سړکونو سطحې د کاڼو او خټو له رسوبي موادو ډکې کړې وې، چې د يادو سيمو خلک يې د تګ - راتګ پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.

د کونړ ولایت د ټولګټو ریاست کارکوونکو په بېړنۍ توګه له خپلې شته ماشینرۍ څخه په ګټې اخیستنې، یادې لارې په بشپړ ډول د سیلابونو له پاتې شونو څخه پاکې او د ټرافیکو پرمخ پرانیستلې.

اوس مهال وضعيت بيرته عادي شوی او د نقليه وسايطو د تګ – راتګ پر وړاندې رامنځته شوي خنډونه له مخې ليرې شوي دي.

...

4 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۸:۵۷
Background image

د کاپیسا ولایت د اله‌سای ولسوالۍ د سړک د رغونې چارې د څه باندې ۶۴۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د کاپیسا ولایت د اله‌ سای ولسوالۍ د سړک د رغونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د ۶۴۹ میلیونه او ۶۸۲ زره افغانیو په ارزښت، د کاپیسا ولایت د والي محترم قاري احسان‌الله بریال، د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۸:۵۲
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تبدیل او معرفي شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۱۴۴۷/۷/۲۷) نېټې، د (۵۵۲۹) ګڼې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر عبدا لطیف صاحبزاده، چې وړاندې یې د یاد وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۵
Background image

په سمنګان ولایت کې د یوې پايې تلې د مکمل کمپلکس چارې د څه باندې ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې

د ا.ا.ا د تولګټو وزارت لخوا د سمنګان ولایت په ایرګنک سیمه کې د سړکونو له ویجاړېدو څخه د مخنیوي او د لوړ تناژ باروړونکو وسایطو د وزن د کنترول په موخه د یوې پايې تلې د مکمل کمپلکس( د تلې. . .

BACK TO NEWS