په بامیانو کې د نعل شیره ــ شهیدانو دروازې پورې د جغلي سړک چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو دی

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۲:۱۹
په بامیانو کې د نعل شیره ــ شهیدانو دروازې پورې د جغلي سړک چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو دی

دغه جغلي سړک د بامیانو ولایت د مرکز له نعل شیره سیمې څخه پیل او د شهیدانو تر دروازې پورې د څه باندې ۶ کیلومترو په اوږدوالي رغول شوی چې اوس مهال یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو دی.

دا سړک د ټولګټو وزارت او دوو سیمه ییزو شوراګانو تر منځ تړون شوی و، چې چارې یې په دوو برخو کې بشپړې او لګښت یې د هېواد له پراختیايي بودیجې څخه ورکړل شوی.

د یاد سړک په جوړېدو سره د بامیانو ولایت اړوند ګڼې سیمې لکه، دروازها، لدو، نعل شیرها او د شهیدانو کلي د بامیانو ولایت له مرکز سره د جغلي سړک له لارې ونښتل او دغه راز د دې پروژې د کار پر مهال د اړوندو سیمو ګڼو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

...

۱ ورځ 8 ساعتونه ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۳:۴۶
Background image

په اسد مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۱۳۲۵۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د اسد مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۱۳۲۵۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۲۵۹۶۹۷) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۴۴۷۷۰). . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۱
Background image

د هرات – چشت شریف ۳۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د هرات – چشت شریف سړک ۳۰ کیلومتره اوږدوالی او ۱۲.۵ متره پلنوالۍ لري، چې ۷.۳۰ متره یې اسفالټ اود سړک دواړو خواوو ته دوه نیم دوه نیم متره شولډرونه لري، چې یو یو متر شولډر یې په آسفالټ بڼه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۱:۶
Background image

په تېره یوه اوونۍکې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۰۲۵۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره یوه اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د اسد مياشتي له ۲۴مې نيټې څخه تر اسد ۳۰ مې) نېټې پورې د  ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ  له لارې (۸۰۲۵۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له. . .

BACK TO NEWS