د کاپیسا په حصه دوم ولسوالۍ کې یوه کانکریټي سړک چارې ۹۷ سلنه بشپړې شوي

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۱۵:۴۵
د کاپیسا په حصه دوم ولسوالۍ کې یوه کانکریټي سړک چارې ۹۷ سلنه بشپړې شوي

دا کانکریټي سړک، چې ۲.۶ کیلومتره اوږدوالی لري، د کاپیسا ولایت د حصه دوم ولسوالۍ اړوند په چهار آسیاب کلي کې جوړیږي، چې اوس مهال یې رغنیز کار ۹۷ سلنه مخته تللی او په نږدې راتلونکې کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د کانکریټي سړک دا پروژه، د ټولګټو وزارت او یوې پراختیایي سیمه ییزې شورا ترمنځ تړون شوی، چې مالي لګښت یې د هیواد له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د یاد سړک د رغنیز کار په بهیر کې د سیمې اوسېدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګڼې کاري ورځې رامنځته شوي او اوس به یې د چارو له بشپړېدو سره د چهار آسیاب کلي تر څنګ د سړک اړوند کلیو د اوسېدونکو د تګ - راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوراې شي.

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS