د کونړـ نورستان سړک به له ډیزاین سره سم جوړ شي

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۱۲:۴
د کونړـ نورستان سړک به له ډیزاین سره سم جوړ شي

ټولګټو وزارت ژمن دی چې د هېواد په ټولو سیمو کې تر کار لاندې او راتلونکې پروژې له شرطپاڼې، او قراردادونو سره سمې په لوړو معیارونو جوړې کړي.

ټولګټو وزارت د پژواک خبري آژانس هغه خبر ردوي چې ګواکي د کونړـ نورستان سړک د ډیزاین خلاف په کم ضخامت سره جوړیږي، په دې خبر کې بېله دې چې د ټولګټو وزارت نظر واخستل شي یو طرفه او د بې بنسټه معلوماتو پر اساس لیکل شوی چې د ژورنالیزم اصول هم پکې تر پښو لاندې شوې دي.

نورستان چې د هېواد دریم ملي پارک بلل شوی ټولګټو وزارت ورته نه یوازې د سړک پر جوړېدو کې پوره اخلاص لري بلکه د سړک د پلنوالي اندازه یې له شپږ متره څخه ۷ متره ته لوړه کړې چې د قیر ضخامت ( پېرړوالی) به یې هم له قرارداد سره سم ۹ سانتي متره وي.

د کونړ نورستان سړک دوې برخې دا مهال تر کار لاندې دي چې څه باندې ۲۱ کیلو متره اوږدوالی لري او دلومړۍ برخې چارې یې ۵۳ سلنه پر مخ تللې چې په نږدې ورځو کې به یې قیر اچونه یا اسفالټ هم پیل شي.

د دې تر څنګ د نورستان ولایت ۶۲ کیلو متره نور سړک ډیزاین هم بشپړ شوی چې د تدارکاتي پړاو لپاره د تدارکاتو ملي ادارې ته استول شوی دی.

...

۱ کال 6 میاشتې ago

...

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۳:۳۰
Background image

صاحبزاده: د افغانستان له لارې د اوسپنې پټلۍ سيمه ييز اتصال ته بشپړه زمينه برابره ده

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپينزې کرښې د مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په سرپرستۍ مل پلاوي د ايران د اوسپنې پټلۍ ادارې په رسمي بلنه د عقرب په ۲۶مه دغه هيواد ته د دوه اړخيزو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۰:۴۷
Background image

په عقرب مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۵۲۰۳۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د عقرب مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۵۲۰۳۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۳۳۶۲۳۳) ټنه، د آقینې بندر له لارې(۴۰۷۸۸). . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۹:۵۷
Background image

د تولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال د مشهد له والي او یو شمېر سوداګرو سره وکتل


د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د خراسان رضوي د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې له. . .

BACK TO NEWS