لغمان: د مهترلام ـ بادپښ د لومړۍ برخې سړک رغنیزې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۵:۲۱
لغمان: د مهترلام ـ بادپښ د لومړۍ برخې سړک رغنیزې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې

د مهترلام – باد پښ سړک لومړۍ برخه چې ۲۰.۶۶ کیلومتره اوږدوالی او ۶ متره پلنوالی لري، د لغمان ولایت له مرکز مهترلام ښار څخه تر بادپښ ولسوالۍ پورې غځیدلی، چې اوس مهال یې رغنیزې چارې له ۹۰ سلنه کاري پرمختګ سره روانې دي.

د سړک دا پروژه د ټولګټو وزارت له لوري د څه باندې ۳۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره لاسلیک شوي چې مالي لګښت یې د افغانستان دولت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي.

یاد سړک د لغمان ولایت د بادپښ ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره ځانګړی اقتصادي او ټولنیز ارزښت لري، چې د کار په جریان کې یې د سیمې ګڼو اوسېدونکو ته کاري بوختیاوې رامنځته شوې دي.

د مهترلام ـ بادپښ سړک له بشپړېدو سره به نه یوازې یاده ولسوالي له مرکز سره ونښلي بلکي د کرنیزو حاصلاتو، میوو دانو په لېږد او روغتيايي مرکزونو ته د خلکو په اسانه لاسرسي کې به هم ډېره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د مهترلام - بادپښ سړک ټولټال څه باندې ۴۱ کیلومتره اوږدوالی لري چې په دوو برخو ویشل شوی او د دویمې برخې رغنیزې چارې یې هم روانې دي.

...

۱ میاشت 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۴:۵۰
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۷۷۶۸) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د ميزان له ۱۱مې څخه تر ۱۷مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۷۷۶۸) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۸۰۷۵۹) ټنه، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۳:۲۱
Background image

په لوګر ولایت کې د شاو خوا ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پروژو چارې پیل شوې

د ا.ا.ا د تولګټو وزارت په لوګر ولایت کې د ترانسپورتي وضعیت د ښه ‌والي او  درنو هېواد والو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیا رامنځ ته کولو په موخه د شاو خوا ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۸:۳۷
Background image

د ټولګټو وزارت تخنيکي او اوسپنې پټلۍ مرستيالانو د قزاقستان د ټرانسپورټ او صنعت او ساختمان وزارتونو له مرستيالانو سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت تخنيکي مرستيال محترم الحاج مولوي عبدالکريم فاتح، د اوسپنې پټلۍ مرستيال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او تخنيکي ټيمونو د قزاقستان هيواد د ټرانسپورټ وزارت. . .

BACK TO NEWS