د ټولګټو وزارت مرستیالانو د ایران سفارت له اقتصادي مستشار سره وکتل
![د ټولګټو وزارت مرستیالانو د ایران سفارت له اقتصادي مستشار سره وکتل](/sites/default/files/2021-10/1_2.jpg)
د ټولګټو وزارت مالي او اداري مرستیال محترم مولوي بخت الرحمن شرافت او د دې وزارت تخنیکي مرستیال محترم سید ادریس میر د ایران سفارت له لومړي اقتصادي مستشار او د اقتصادي اړیکو له مسوول حسن شیرزادي سره په داسې حال کې وکتل چې د یاد وزارت د دفتر رییس محترم مولوي امیر عبدالله او محترم قاري محمد یعقوب هم شتون درلود.
لومړی د ټولګټو وزارت مرستیالانو په بیلابیلو برخو کې د ایران هیواد، له مرستو څخه مننه او قدردانی وکړ او پر مشترکو او متقابلو همکاریو یې ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې دواړو لورو د دواړو هیوادونو پر تاریخي اړیکو، داقتصادي اړیکو په پیاوړتیا، د بندرونو په ٢٤ ساعته فعالیت، له ایران هیواد څخه د میل ٧٨ پروژې لپاره د ودانیزو توکو لیږد، د دوغارون مرزي سړک اسفالټ اچونه، د خواف - هرات اوسپنې پټلۍ چارو بشپړول، د هرات - مزارشریف اوسپنې پټلۍ ته لومړیتوب ورکول او د ابونصر بندر د اوسپنې پټلۍ د مطالعاتو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.
ورپسې د ایران سفارت، لومړي اقتصادي مستشار خبرې وکړې او له افغانستان سره یې په بیلابیلو برخو کې د دوامدارو مرستو ژمنه او ډاډ ورکړ هغه زیاته کړه؛ موږ غواړو افغانستان له اقتصادي پلوه په ځان بسیا شي او د یادو پروژو پر تطبیق یې ټینګار وکړ.
۱۸ ربیع الاول ۱۴۴۳
د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر