د هیواد د لویو لارو او سړکونو د عمومي وضعیت څرنګوالی

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۴ - ۱۴:۸
د هیواد د لویو لارو او سړکونو د عمومي وضعیت څرنګوالی

د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو د راپور په اساس د هیواد د لویو لارو او سړکونو وضعیت په لاندې ډول دی:

د سالنګ لویه لار: هوا لمر ده، له ټیلري یا بار وړنکو موټرو پرته واړه موټر د ځنځیر (چاین) په تړلو سره له دواړو لورو په دې لویه لار تګ راتګ کولی شي.

غور: د دې ولایت د بندبایان مسیر بند دی چې د پاکولو کار یې د قراردادي شرکت له لوري روان دی، نورې لارې پرانیستې دي.

دایکنډي: د دې ولایت د آب دم ګرکه بازار څخه د خدیر ولسوالۍ تر مرکز پورې، له میانه قول کوتل څخه تر قخور کلي پورې، له دهن ګل خواجه څخه تر سنګ تخت بازار پورې مسیرونه د تګ راتګ پرمخ بند دې، خو د دې ولایت نورې لارې بیا پرانیستې دي.

بغلان: په دې ولایت کې د جلګه خوست، خوست فرنګ میسرونو تر څنګ د ګذرګاه نور او خوست ده صلاح لارې د واورې د ډیر اورښت له کبله بندې شوې چې د پاکولو کار یې روان دی، خو نورې لارې بیا تر دې مهاله پرانیستې دي.

هرات: د دې ولایت د ګلران – هرات لار د سیلاب د پاتې شونو له کبله د ټيلري یا باروړنکو موټرو پر مخ بنده ده؛ خو واړه موټر بیا له دواړو لورو پرې تګ راتګ کولی شي.

بامیان: په دې ولایت کې هوا لمر ده، له دښت دیوالي څخه تر پنجاب بازار پورې، له پنجاب تر آبقول او د کرمان په مسیرونو کې چې له وړاندې برف کوچ راغلی و اوس مهال پاک کاري شوی دی او یاد مسیرونه پرانیستې دي.

د یادونې وړ ده، چې د هیواد د نورو ولایتونو غځېدلي لارې د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې دي او تر دې مهاله د تګ راتګ پر وړاندې کوم خنډ نشته.

...

9 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۷:۵۹
Background image

د حيرتان – مزار شریف د اوسپنې پټلۍ د پنځم پورټ د ترمیماتو چارې بشپړې او بیاځلې فعاله شوه

د حيرتان ـ مزارشريف د اوسپنيزې کرښې د پنځم پورټ د ترميم  چارې بشپړې او نن د ا.ا.ا د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر آخند، د ټولګټو وزارت محترم وزير الحاج. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۳:۰
Background image

په پکتیکا ولایت کې د شرنې – مټاخان – زرمت د ۳۸.۷ کیلومتره سړک د اسفالټ چارې د شاوخوا ۵۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره روانې دي

په پکتیکا ولایت کې د شرنې – مټاخان او د پکتیا ولایت تر زرمت ولسوالۍ پورې د ۳۸.۷ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د نږدې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۴۷
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر په نورستان، کنړ او لغمان، ولایتونو کې له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د تېرې اوونۍ په چهار شنبه او پنج شنبه ورځو کې د یاد وزارت د یو شمېر رئیسانو او انجنیرانو په ملتیا نورستان، کنړ او  لغمان،. . .

BACK TO NEWS