د ټولگټو وزارت سرپرست د کندهار له والي سره ولیدل

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۹ - ۱۱:۴۳
د ټولگټو وزارت سرپرست محترم الحاج ملا عبدالمنان عمري جنوب غربي ولایتونو د سفر پرمهال د کندهار له والي حاجي محمد یوسف وفا سره د یاد ولایت په مقام کې وکتل. په دې کتنه کې د ټولگټو وزارت سرپرست د کندهار له والي سره د کابل – کندهار او کندهار – هرات د لویو لارو د ترمیم او په دې ولایت کې د دهلې د پارچاوې پُل، باغ پُل او تابین پُل د ترمیم او بیارغولو په تړاو په تفصیل سره خبرې وکړې. همدارنگه په دې کتنه کې د ټولگټو وزارت سرپرست زیاته کړه، چې د کندهار ولایت د ټولو ولسوالیو ویجاړ سړکونه او پُلگوټي به په معیاري ډول سره

د ټولگټو وزارت سرپرست محترم الحاج ملا عبدالمنان عمري جنوب غربي ولایتونو د سفر پرمهال د کندهار له والي حاجي محمد یوسف وفا سره د یاد ولایت په مقام کې وکتل.

په دې کتنه کې د ټولگټو وزارت سرپرست د کندهار له والي سره د کابل – کندهار او کندهار – هرات د لویو لارو د ترمیم او په دې ولایت کې د دهلې د پارچاوې پُل، باغ پُل او تابین پُل د ترمیم او بیارغولو په تړاو په تفصیل سره خبرې وکړې.

همدارنگه په دې کتنه کې د ټولگټو وزارت سرپرست زیاته کړه، چې د کندهار ولایت د ټولو ولسوالیو ویجاړ سړکونه او پُلگوټي به په معیاري ډول سره ترمیم او بیاورغوي، چې د کندهار د والي لخوا د هر ډول همکارۍ ژمنه وشوه.

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS