خوست: د قلندر ولسوالۍ سړک د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شو

ashraf_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۲ - ۹:۳۲
خوست: د قلندر ولسوالۍ سړک د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شو

د خوست ولایت قلندر ولسوالۍ ته غځېدلی جغلي سړک، چې د ورستیو شدیدو اورښتونو پرمهال د غر ښويېدنې له کبله په دوو برخو کې د موټرو پرمخ بند شوی و او د سیمې اوسېدونکي یې د تګ راتګ پرمهال له ترانسپورتي ستونزو سره مخ کړي وو، نن د خوست ولایت د ټولګټو ریاست د تخنیکي پرسونل او د سیمې د اوسیدونکو په مرسته د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شو، اوس مهال خلک له کوم ترانسپورتي خنډ پرته پرې تګ راتګ کولی شي. 

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

۱ کال 6 میاشتې ago

...

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۰:۴۷
Background image

په عقرب مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۵۲۰۳۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د عقرب مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۵۲۰۳۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۳۳۶۲۳۳) ټنه، د آقینې بندر له لارې(۴۰۷۸۸). . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۹:۵۷
Background image

د تولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال د مشهد له والي او یو شمېر سوداګرو سره وکتل


د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د خراسان رضوي د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۰:۱۶
Background image

د زابل ولایت په شينکۍ ولسوالۍ کې د يو پايه اوسپنيز کانکریټي پل د ترمییم او بیا رغونې چارې د ۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې

د زابل ولایت په شينکۍ ولسوالۍ کې د قلات - شينکۍ پر مسير د يو پايه اوسپنيز کانکریټي پل د ترمیم او بیا رغونې چارې بشپړې شوې او نن د یو شمېر سیمه اییزو مسئولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته. . .

BACK TO NEWS