په بادغیس کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۹ کیلومتره سړک د ترمیم کار جریان لري

ashraf_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۹ - ۱۱:۴۱
په بادغیس کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۹ کیلومتره سړک د ترمیم کار جریان لري

 

د ټولګټو وزارت له لوري د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ۱۹ کیلومتره سړک د هموار کاري، پرُکاري او چغل اچونې کار په چټکۍ سره مخ پر وړاندې روان دی.
دا سړک چې د هیواد د حلقوي سړک یوه برخه ده، د بادغیس ولایت د بالا مرغاب ولسوالۍ څخه تېریږي او ددغه ولایت غورماچ ولسوالۍ ته رسیږي چې ورسته د فاریاب ولایت د قیصار لامان پر لورې غځېدلی دی. 

د دغه سړک د تخریب له امله د بادغیس ولایت اوسېدونکي په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې د هیواد شمال ولایتونو  ته د تګ راتګ پرمهال له سختو ترافیکو ستونزو سره مخ وه، ټولګټو وزارت د خلکو یادو ترانسپورتي ستونزو د هوارولو په موخه، د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د دغه سړک د هموار کاري، پُر کاري، او چغل اچونې کار پیل کړ، چې دا مهال د بالامرغاب ولسوالۍ اړوند د ۱۲ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم چارې بشپړي او د غورماچ ولسوالۍ اړوند د ۴ کیلومتره سړک د ترمیم کار په چټکۍ سره دوام لري.

د یاد سړک په اساسي ترمیم سره به د بادغیس ولایت د بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي او له شمالي ولایتونو سره به د سوداګریزو او کرنیزو توکو په لیږد رالیږ کې چټکتیا او اسانتیاوې رامنځته شي. 

د یادونې وړ ده، چې بادغیس د هیواد یو له لرې پرتو ولایت دی او په تېره کې ورته د نه پاملرنې له کبله یې ډیری سړکونه خام دي او اوسېدونکي یې له ډیرو ترانسپورتي ستونزو سره مخ دي، ټولګټو وزارت هڅه کوي چې، مالي امکاناتو په د یاد ولایت د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې کړي. 

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS