د ټولګټو وزارت په لابراتوارونو کې د ساختماني موادو د ټیست کچه له څلور ډوله څخه 40 ډوله ته پورته شوې
![د ټولګټو وزارت په لابراتوارونو کې د ساختماني موادو د ټیست کچه له څلور ډوله څخه 40 ډوله ته پورته شوې](/sites/default/files/2023-01/whatsapp_image_2023-01-31_at_2.24.24_pm_0.jpeg)
د ا.ا.ا، له حاکمیت څخه را په دېخوا؛ ټولګټو وزارت د پروژو د غوره او باکیفیته تطبیق په موخه، د دغه وزارت د لابراتورونو ریاست اړوند غیر فعاله ماشینري او وسایل ترمیم او بېرته فعال کړي دي او د لابراتوارونو د لا ښه تجهیز په موخه یې له هیواد څخه بهر ځینې وسایل او تجهیزات خریداري او وارد کړي، چې په ترڅ کې یې؛ د ساختماني موادو د ازمایش (ټیسټ) کچه له څلور ډوله څخه 40 ډوله ته پورته شوې ده.
ټولګټو وزارت په روان ه.ش، کال کې د لابراتوارونو لپاره د تجهیزاتو د خریداري ترڅنګ په مرکز (کابل)، کندهار او هرات زونونو کې لابراتوارونه فعال کړي او د ننګرهار، بلخ او پکتیا زونونو لپاره به په راتلونکي کې فعاله شي.
د ټولګټو زارت په لابراتوارونو کې دا مهال؛ د قیر، سمنټو، خاورې، کانکریټ، جغل، ډبرو او نورو ساختماني موادو ازمایش (ټیسټ) ترسره کیږي.
همدارنګه، د دغه وزارت له بېلابېلو تخنیکي ریاستونو څخه پنځه تنه انجنیران د لابراتوارونو په برخه کې د تریننګ په موخه د ١٥ ورځو لپاره ایران هیواد ته استول شوې دي.
د یاونې وړ ده، چې د یادو لابراتوارونو له فعالېدو سره به؛ د لومړنیو ساختماني موادو د ازمایش (ټیسټ) په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي او د پروژو په باکیفیته تطبیق کې به ګټور رول ثابت کړي.