د ټولګټو وزارت د دفتر او د تخنیکي چک رئیسان معرفي شول

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۱۰:۲۲
د ټولګټو وزارت د دفتر او د تخنیکي چک رئیسان معرفي شول

د ټولګټو وزارت د پیشنهاد په اساس او د ریاست الوزرا د عالي مقام د ۱۴/ ۱ / ۱۴۴۵ نېټې، (۳۱۱) ګڼه حکم پر بنسټ محترم ایمل جمال، د دغه وزارت د دفتر رئیس او د (۳۱۰) ګڼه حکم پر بنسټ محترم انجنیر حکمت الله همدرد، د یاد وزارت د تخنیکي چک د رئیس په توګه په دویم رتبه بستونو کې وټاکل شول، چې د یادو ریاستونو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول. 

د یادونې وړ ده؛ چې نویو ټاکل شویو رئیسانو د لیسانس تر کچې لوړې زده کړې کړي او په اړوند برخو کې پوره کاري تجربه هم لري. 

 

...

9 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۳:۴۶
Background image

د فراه–فراه رود سړک د رغیزو چارو څخه د ټولګټو محترم وزیر لیدنه وکړه او د کارونو پر چټکتیا او کیفیت یې ټینګار وکړ

د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا  محمد عیسی ثاني او ورسره مل پلاوي، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر پر مهال د فراه ولایت د فراه – فراه رود سړک د اساسي رغونې پروژې له روانو چارو څخه لیدنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۸:۳۲
Background image

د ټولګټو وزیر د کندهار - هلمند لویې لارې د ترمیم او بیارغونې او د ګرشک – موسی کلا سړک د رغونې پروژو له کاري بهیر څخه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر پر مهال، چې یو شمېر رئیسانو او تخنیکي انجینیرانو یې ملتیا کوله، د کندهار - هلمند لویې لارې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د ټولګټو محترم وزیر جنوب لوېدیځ زون ته د سفر په ترڅ کې د یو شمېر پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر پر مهال، چې یو شمېر رئیسانو او تخنیکي انجینیرانو یې ملتیا کوله، د یو شمېر رغنیزو پروژو له کاري. . .

BACK TO NEWS